افغانستان او پاکستان خپلمنځي سوداګري زياتوي

کرزی او زرداري
د عکس تشریح، افغانستان او پاکستان دواړو موافقه کړې چې تر 2015 کاله پورې به د خپلمنځي سوداګرۍ کچه د اوس په پرتله دوه برابره کړي.
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, له کابله

افغانستان او پاکستان سلا شوي چې په راتلونکو پېنځو کلونو کې به گډه سوداگري تر پېنځو ميلياردو ډالرو پورې رسوي.

د اسلام اباد د سفر له بشپړولو وروسته په کابل کې د ولسمشر کرزي دفتر وايي دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پراختيا په موخه نوي تړونونه لاسليک کړي دي .

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي دغه تړونونه پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د دوه ورځني سفر پر مهال شوي دي.

دوی وايی کابل او اسلام اباد د ټرانزيټ په برخه کې د افغان سوداګرو د ستونزو د هوارولو او په افغانستان کې د پاکستاني پانګوالو لپاره د پانګونې د زمينې د برابرولو پر سر موافقې ته رسېدلي .

خو په دې اړه ډېر جزييات روښانه نه دي.

افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به د اقتصادي پېاوړتيا په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه يو په دوه ډېروي.

اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه ميليارده ډالره اټکل شوې ده.

حامد کرزي او اصف علي زرداري د ليدنو کتنو پر مهال د جلال اباد – پېښور او کندهار – کوېټې ترمنځ د رېل يا اورگاډي د پټلۍ پر جوړولو ټېنګار کړی دی.

د دواړو هېوادو مشران د پانګونې د يوه ګډ شرکت او د صنعتي پارکونو په جوړولو هم سلا شوي دي.

په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي پاکستاني ولسمشراصف علي زرداري او حامد کرزي يو ځل بيا د ترهگرۍ پر وړاندې پر جدي مبارزه ټينګار وکړ.

افغانستان او پاکستان دواړه له ترهگرۍ څخه کړېږي ، خو يو شمېر افغان چارواکي فکر کوي چې اورپکي له پاکستان څخه افغانستان ته ور اوړي ، مګر پاکستان تل دغه ادعاوې ردوي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تړونونو په لړ کې يو دا هم دى چې پاکستان به تر راتلونکو دوو کلونو پورې دوه زره افغان محصلينونو ته د لوړو زده کړو فرصت برابروي.

د کرنې او روغتيا سکټور هم له پامه نه دی غورځېدلی. پاکستان منلې چې افغان ناروغانو ته به د پاکستان په روغتونونو کې اسانتياوې برابروي او دغه راز به د کرنې افغان مامورين د پاکستان په څېړنيزو مرکزونو کې روزل کېږي.