په لوګر کې د لرغونو اثارو موزیم جوړېږي

- Author, مصطفی سالک
- دنده, له کابله
د عينکو د مسو د کان د سيمې د لرغونو نښو نښانو په اړه د لرغونپوهانو اندېښنې هغه مهال مخ په ډېرېدو شوې چې ددغه کان د را ايستنې تړون له يوۀ چينايي شرکت سره لاسليک شو.
په دې وروستيو کې د عينکو د مسو د کان په سيمه کې د بودايي مهال يوه لرغونې سيمه موندل شوې چې د ۱۲ کيلومترو په واټن سيمه يې نيولى ده.
د افغانستان د موزيمونو مشر عمراخان مسعودي وايي چې دا موزيم به په محمداغه ولسوالۍ کې جوړېږي او د نوموړي په وينا د لوگر والي ژمنه کړې چې دغه موزيم ته به ځمکه ورکوي.
چيني لرغون پوهانو ويلي چې د کان کيندنې پر مهال به چاودنې او ماشينونه گڼ تاريخي اثار مات کړي، او افغانستان به له يوې لرغونې پانگې بې برخې کړي خو افغان حکومت وپتېيله چې د کمپنۍ د کار تر پيله مخکې چې دغه اثار تر کومه ژغورلى شي، وژغوري .
پرون (یکشنبه، د اګست ۲۹مه) د افغانستان د کانو وزير وحيد الله شهراني او د اطلاعات او کلتور چارواکي ددغې سيمې ليدو ته ورغلي وو .
د کانو وزير ښاغلي وحيدالله شهراني وويل حکومت په پام کې لري چې ددغو نښو نښانو د خوندي کولو لپاره په لوگر کې يو ځانگړى موزيم جوړ کړي.
''د حکومت پرېکړه همدا ده چې د نورو اړوندو ادارو په مرسته به موږ د عينک په نامه يو ځانگړى موزيم په لوگر ولايت کې ودانو البته د موزيم جوړول ډير وخت ته اړتيا لري اوس يې د بيړې له مخه يو داسې ځاى ته لېږدو چې د اطلاعات او کلتور وزارت له خوا ځانگړى کړى دى.''
د افغانستان د موزيمونو مشر عمراخان مسعودي وايي چې د لوگر موزيم جوړول يو اند دى چې پلي کول به يې اړين وي.
نوموړى وايي تر اوسه دومره څرگنده شوې ده چې دغه موزيم به په محمد اغه ولسوالۍ کې جوړېږي بله دا چې د لوگر والي د موزيم ودانولو لپاره د ځمکې د ورکړې ژمنه کړې ده:
''د عینکو د مسو کان ته نژدې يوه لویه لرغونې سیمه شته، چې تېر کال د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت هم هلته کیندنې وکړې، یوشمېر ترلاسه شوي اثار یې ملي موزیم ته وسپارل، سږ کال یې هم کار پیل شوی چې يوه لویه اسټوپه رابرسېره شوې ده او څه اثار هم ترلاسه شوي دي، د لوګر د ولایت لخوا د یوې مناسبې ځمکې ژمنه شوې، چې په محمداغه ولسوالۍ کې به یې اطلاعاتو او کولتور وزارت ته ورکړي، چې هلته په موزیم کې دغه لوی اثار ځای پرځای او خوندي شي.''

ښاغلي مسعودي وويل چې د کابل په موزيم کې ددغو لرغونو نښو نښانو د خوندي کولو لپاره ځاى نشته بله دا چې تر نورو مخکې دا د لوگر د خلکو شتمني ده نو بايد چې د هم هغوى په نوم خوندي وي.
لرغون پېژندونکي وايي دا سمه ده ځينې لرغونې نښې نښانې به وليږدول شي د اسټوپو په څېر څيزونه ليږدول به ستونزمن بلکې ناشونې وي.
د لوگر په دغه تاريخي سيمه کې د بودايي مهال نښې نښانې شتون لري چې له لومړې ميلادي پيړۍ نه واخله تر ٧ ميلادي پيړۍ پورې انځوروي.
د جگړو تر کلونو مخکې هم په افغانستان کې ځينې سيمه یيز موزيمونه وو چې ځينې يې چور شول او ځينې يې اثار لري.
لرغون پېژندونکي وايي دغه نښانې که په لومړي گام کې د افغانستان د تير مهال رڼې هندارې دي نو په دويم گام کې د نړيوال کلتور د ځينځير کړۍ دي چې ژغورل يې له دواړو اړخو ارزښتناک دي.








