تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"په افغانستان کې چاودېدونکي توکي هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړوي"
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې" اوچا" په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د ۴۰۱ ولسوالیو له درېیو دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي.
د اوچا د مالوماتو له مخې په ځمکه کې د خښو چاودېدونکو توکو له امله هره میاشت نږدې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې ډېره برخه یې هم "ماشومان" دي.
رپوټ کې راغلي، د دې هېواد درې میلیونه خلک داسې سیمو کې ژوند کوي چې ماینونه، ناچاوده توکي او د جګړې پاتې شونې یې په هر کیلو متر کې شته.
د ولایتونو په کچه بیا روزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، وردګ، او سمنګان تر نورو هغو ډېر له دې ډول ګواښ سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وایي د ځمکې ډېره برخه او مهمې بنسټېزې برخې لکه" ښوونځي" په دغو توکو ککړ دي چې د چې د مالي زیان ترڅنګ د وګړو ژوند ګواښي او د انسانانو د خوندي تګ راتګ مخه نیسي.
د دې توکو بل زیان هم روانې ګواښونه بلل شوی چې له وېرې یې د ډېرو خلکو د ژوند چارې ګډې وډې شوې، د ګټې وټې ساحه یې تنګوي او کورنۍ له نورو کړاوونو سره مخامخوي.
"هغه کورنۍ چې ژوند یې په کرنې او مالدارۍ روان دی، ډېرې یې د دغه توکو له ګواښ سره مخ دي، دارنګه بېرته ستنېدونکي هم خپلو سیمو ته د تګ لپاره باید له دې ګواښمنو لارو تېر شي، ځکه هغوی د ډېرو ککړو سیمو په اړه مالومات نه لري."
اوچا اندېښنه څرګندوي، دا چې په افغانستان کې د فقر او لوږې ناورین هم پراخېږي، ښايي ډېر ماشومان او ان لویان د چاودېدونکو توکو پوچکو او وسپنو راټولو ته مخه کوي چې له امله یې ژوند له ګواښ سره مخامخېږي.
له چاودېدونکو توکو سره د مبارزې سرچینو کموالی
د رپوټ بله برخه کې له ماینونو او ناچاودو توکو سره د مبارزې لپاره د مالي سرچینو کموالی بله ستونزه بلل شوې.
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې "ماین اکشن" یا له ماینونو سره مبارزې څانګه، له ګڼو نورو هغو سکټورونو څخه یوه ده، چې مالي سرچینې ورته نه دي برابرې شوې.
په رپوټ کې راځي، داسې مهال چې د ۲۰۲۳ کال لپاره بشري وضعیت ته د ځواب ویلو پروګرام له وړاندې د دوه پر درې برخې بوديجې له کسر سره مخ دی، ښايي له ډېرو هغو تجروبو ګټه واخیستل شي چې په دې برخه کې شته.
اوچا وایي:"په تېرو دوو کلونو کې له ماینونو سره د مبارزې بودیجه نیمایي ته راټېټه شوې چې له امله یې د ماین پاکونې نږدې ۴۰ سلنه کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې دي."
په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو تاریخ
ملګري ملتونه وایي، افغانستان له ماینونو سره د نړیوالې مبارزې اصلي ځای دی. د "ماین اکشن" په چوکاټ کې له چاوېدونکو توکو سره مبارزه، په ۱۹۸۸ کال کې له افغانستانه پيل شوه.
د شمېرو له مخې، د دې پروګرام له پیله د ماین اکشن همکارو موسیسو له جګړو پاتې نږدې ۱۳ میلیونه چاودېدونکي توکي پاک کړي.
په دې توکو کې ۷۶۴ زره هغه یې پرسونل ضد ماینونه او ۳۳ زره ۴۶۰ یې هم د موټرو یا وسایطو ضد ماینونه دي چې له ۳ زره ۶۲۲ کیلو متره هغې ځمکې نه پاک شوي چې عملا په مختلفو برخو لکه کور جوړونې، پوهنې، کرنې او نورو برخو کې ترې ګټه اخیستل کېده.
اوچا د دې رپوټ په پاي کې وایي، د مخنیوي وړ مرګژوبلې داسې مهال رامنځته کېږي چې د فعالو شخړو او جګړو د پایته رسولو لپاره ډېر امکانات په لاس کې شته، نو ځکه باید په دې برخه کې بېړني ګامونه واخیستل شي.