تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ماينونو خطر؛ د جګړې له پایته رسېدو وروسته لا هم ولس ګواښي
د افغانستان په ډېرو سیمو کې ناچاوده ماینونه، لاسي بمونه او د هاوانونو ګولۍ لا هم خښې دي.
دا د څه باندې ۴۰ کلونو جګړو پایله ده. خو کله چې تېر کال په اګست میاشت کې، د طالبانو لخوا د کابل له نیول کېدو وروسته، جګړه ظاهرآ پای ته ورسېده، ځینې خلک بېرته خپلو کلیو، ښوونځیو او کروندو ته ستانه شول.
له همدې امله د افغانانو یو بل نسل د ناچاودو وسلو ښکار شو. تر ټولو ډېر په خطر کې ماشومان دي.