بریتانیا حکومت له پاکستانه د هغو افغان کډوالو راایستلو لپاره ځانګړې الوتکې استوي چې د ویزو ورکولو ژمنه یې ورسره کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
بریتانیا حکومت خپل هېواد ته له پاکستانه د هغو افغان کډوالو لېږدولو لپاره ځانګړې الوتنې کوي، چې د بریتانیا ویزو ورکولو ژمنه ورسره شوې وه. بریتانیا حکومت سر له نن پنجشنبې اکتوبر ۲۶مې دا الوتنې پیلوي.
د یادونې ده، چې پاکستان کې داسې زرګونه افغانان اوسي، چې مخکې یې په افغانستان کې له بریتانوي پوځیانو یا بریتانوي ادارو سره کار کاوه او په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي وو.
پاکستان کې مېشت دې کډوالو ته ویل شوي وو، چې د ویزا پروسې بشپړېدو تر مهاله باید پاکستان کې پاتې شي، خو اوس د دې ډېری کسانو د پاکستان ویزو موده پاتې رسېدلې.
تازه شمېرې ښيي چې د پاکستان پلازمېنې په هوټلونو او مېلمستونو کې داسې ۳۲۵۰ افغانان مېشت دي، چې بریتانیا ته د لېږدولو په پروګرامونو کې یې نومونه شامل دي.
د بي بي سي خبریاله کارولین ډاویس په خپل رپوټ کې محکمې ته د وړاندې شويو اسنادو په حواله وايي، اوس داسې خطر شته چې بریتانیا ته د تلو په هیله پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دې هېواده وایستل شي.

محکمې ته وړاندې شویو اسنادو کې دا هم څرګنده شوې، چې ځنیې کډوال ځکه تر اوږدې مودې هلته پاتې شول، چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک حکومت په بریتانوي هوټلونو کې له سختې اړتیا پرته د کډوالو پر مېشت کېدو بندیز لګولی و.
دغه کډوال چې ځینو یې پاکستان کې تر یوه کاله پورې انتظار کړی وايي، دوی په لومړي سر کې فکر کاوه، چې څو اونۍ به پاکستان کې پاتې شي او بیا به له هغه ځایه بریتانیا ته ولېږدول شي، خو دوی تر میاشتو پورې پاکستان کې په داسې حال کې پاتې شول، چې نه یې د کار اجازه لرله، نه یې ماشومان ښوونځي ته تلل او نه یې هم روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی درلود.
په اسلام اباد کې یوه افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په دې هکله وویل: ''د روان کال لومړیو کې پاکستان ته راغلو، بایومټریک مو وشو، خوښ وو، چې میاشت، دوو کې به مو د ویزې پروسه مخکې لاړه شي، خو تراوسه د نن یا سبا وتلو په تمه پاتې شوو. ''
دغه افغان کډوال وايي، داسې ډېر کډوال یې لیدلي چې یوازې د اوسېدو او خوراک لګښت ورکول کېده، خو د کالیو یا ان دارو، درملو اخیستو لپاره یې هېڅ نه درلودل.
پاکستان کې د غیرقانوني بهرنیانو ایستلو اعلان
د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د اکتوبر میاشتې تر پایه باید ټول افغان کډوال له دې هېواده ووځي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
اوس د پاکستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په دې هکله پلازمېنه اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې حکومت د غیر قانوني کډوالو ایستلو په تړاو پروګرام نهايي کړی او په وینا یې د نومبر میاشتې له پیل وروسته به په دې هکله هېڅ ډول جوړجاړی و نه مني.
ښاغلی بګټي وايي، دا ناسمه انګېرنه ده، چې ګواکې پاکستان حکومت یوازې د غیر قانوني افغان کډوالو ایستل غواړي، بلکې په وینا یې ټول هغه بهرنیان به وایستل شي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
نوموړي زیاته کړه، دوی د ټولو داسې کسانو معلومات لري، چې پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت دي او په خبره یې د پاکستان بېلا، بېلو ښارونو کې یې یو شمېر داسې مرکزونه چمتو کړي، چې دا ډول کسان به پکې ساتل کېږي.
بل لور د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د ځايی چارواکو له قوله وايي، چې تر اوسه پورې ۱۴۰۰۰ افغان کډوال له دې ایالته افغانستان ته تللي دي. چارواکي وايي، دا ډېری کسان په خپله خوښه له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.








