د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو حکومت "باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي"

بلاول بوټو

د عکس سرچینه، Anadolu

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د نړیوالو ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په یوه مرکز کې کولې. ښاغلي زرداري‌ وايي، "‌افغان چارسمبالي واکمن دې، د ټولګډوني حکومت،‌ بشري حقونو ته د درناوي او د اورپکۍ پرضد مبارزې په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي."

طالبانو تر اوسه د ښاغلي زرداري څرګندونو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو استازو په دوحه کې له امریکا سره د خبرو پرمهال ژمنه کړې وه چې له نورو افغانانو سره د خبرو په پایله کې به حکومت جوړوي.‌ خو د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته،‌ طالبانو د خپلې خوښې حکومت اعلان کړ.

د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي‌ داسې حکومت جوړ کړي‌ چې د ټولو افغانانو استازولي‌ وکړي.‌ د طالبانو له حکومته دا غوښتنه هم کېږي چې په دغه هېواد د ښځو د زدکړو او کار په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.‌

پر طالبانو نيوکه کېږي چې د حکومت په کابینه کې یې له یوې مخې ټول د یوه فکر او یوې ډلې خلک ګومارلي او ښځو ته یې په کې هېڅ ځای نه دی ورکړی.

اوس نژدې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او یو مهم دلیل یې دا بلل کېږي چې نړیوال له طالبانو ټولګډونی حکومت او بشري حقونو ته درناوی غواړي.‌

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار کوي چې نړۍ دې له طالب واکمنو سره 'ښکېله پاتې شي."

محمد يعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، RTA

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم په یوه مرکه کې ویلي وو،‌ پر دې خوښ نه دي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني.‌

خو د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکي ټینګار کاوه، چې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په نوم "د بهرنیانو لاسوهنې" نه شي منلی.

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي وو،‌ "که چېرې موږ ته وخت راکول شي او دوام پیدا کړو، زه په دې عقیده یم چې په دې کې [حکومت] یوه تنوع راشي. او په مسلکي ځایونو کې مسلکي کسان وګومارل شي."

هغسې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یې وايي، د بشري حقونو ګڼو مهمو بنسټونو هم له طالبانو د ښځو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي‌ غوښتنه کړې.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ بیا په یوه تازه رپوټ کې ویلي، د طالبانو حکومت افغانستان کې د "جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼې او عمومي سانسور پلی کوي."

ښاغلي ‌بېنېټ په خپل رپوټ‌ کې د افغانستان د ښځو او نجونو بشري حقونه، محدویتونه، زدکړې،‌ کار او ازادۍ،‌ جنسي ځورونې او له ښځو سره تړلي ګڼ مسایل ارزولي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یې وړاندې کړي‌ دي.‌

د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌ رپورټر په رپوټ‌ کې دا هم ویل شوي و چې افغان ښځې "اوس په افغانستان کې له سیاسي او عامه ژوند څخه په بشپړ ډول بې برخې دي.‌ په عامه او سیاسي دندو کې یو ښځه هم نشته او په ملکي خدمتونو کې په یو محدود شمېر پاتې دي."