مولوي عبدالکبير: نړیواله ټولنه دې خپلې "نیمګړې پروژې افغانستان کې بشپړې کړې"

مولوي عبدالکبير

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو حکومت چارسمبالي لومړي وزير مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوټونبايوا سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د لويو لارو جوړولو، پوهنې او بيارغونې ګڼې پروژې نيمګړې پاتې دي. د دغو پروژو پيسې نړیوالې ټولنې ورکولې.

د طالبانو د لومړي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبير "له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د همکاريو دوام یو ښه او مثبت ټکی" بللی او د لا زياتېدو غوښتنه يې کړې ده.

د خبر پاڼې له مخې ښاغلي عبدالکبير ټينګار کړی چې "نړيوال بانک او نړيواله ټولنه بايد نيمه پاتې پروژې بشپړې کړي او نړيوال بنسټونه بايد د نړيوال بانک په څېر خپل دفترونه او فعاليتونه بيا پيل کړي."

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ملي پیوستون په نامه په کلیوالو سیمو کې ګڼې پروژې نیمګړې پاتې شوې.

د دې ترڅنګ د "صحتمندۍ" په نامه بله روغتیايي پروژه هم په ډېرو برخو کې په ټپه درېدلې ده. په دغو دواړو پروژو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي وو.

که څه هم طالبانو د ځينو لويو پروژو لکه د قوشتېپې کانال او بخش اباد بند جوړولو چارې پيل کړې، خو د نړيوالې ټولنې له مرستې پرته د سترو پروژو بشپړول له مالي پلوه ستونزمن ښکاري.

په خبرپاڼه کې همدا راز د مولوي عبدالکبير له خولې راغلي، نړيواله ټولنه بايد له تور لست څخه د دوی د چارواکو نومونو په ايستلو کې پر "خپلو ژمنو عمل وکړي" او د خبرو له لارې يې د ستونزو او اندېښنو پر حل ټينګار کړی دی.

د طالبانو په حکومت کې د کابینې ګڼ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دي او ځینې یې بهر ته سفرونه نه شي کولاي.