بلاول بوټو: "افغانستان کې دننه پوځي عملیاتو ته لېوالتیا نه لرو"

د عکس سرچینه، Anadolu
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، دوی لیواله نه دي چې له خپلو پولو بهر پوځي عملیات ترسره کړي.
بلاول بوټو له انادولو سره دغه خبرې د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غوندې په څنډه کې کړې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستاني ځواکونو د وسله والو بریدونو زیاتوالي پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی.
پاکستان وایي دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې د دوی په ضد تنظیمیږي، او د افغانستان په خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د پټنځایونو په نښه کولو خبرداری ورکړی دی.
خو ښاغلی زرداري وایي دوی له پولو بهر جګړې سره لیوالتیا نه لري " پر دې سربېره چې له داسې عملیاتو سره لېوالتیا نه لرو، دا هم نه غواړو هغه څه مو چې مخکې لیدلي یعنې له یوې اوږدې جګړې وروسته له بلې پوځي مداخلې دفاع وکړو"
وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله له ایکسپریس ټریبېون سره په مرکه کې ويلي وو"د هغو کسانو پرضد په افغانستان کې ګام اخیستل کېدای شي، چې پر پاکستان بریدونه کوي."
نوموړي ویلي وو ، لومړی به یې افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ورسپارلو غوښتنه وکړي، خو په ټکو یې که چېرې ور ونه سپارل شي، په نښه کولای یې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي وو چې په افغانستان او بل بهرني هېواد کې د برید مثبتې او منفي پایلې باید وسنجول شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلال بوټو دا هم وایي د طالبانو حکومت باید د " ترهګرو ډلو" هر ډول فعالیت بند کړي او له هغوی سره په هره کچه د کېدونکي ملاتړ مخه ونیسي.
نوموړی وایي غوره لار داده چې په افغانستان کې اوسنی چارسمبالی حکومت ددې ډلې پر ضد خپله ګام واخلي: " که د دوی په هېواد کې دا ډول ډلې وي باید مخه یې ونیسي، موږ هم تیار یو چې له دوي سره د ظرفیت لوړونې او ځواکمنتیا په برخه کې مرسته وکړو څو دا ګواښونه له منځه یوسي."
د پاکستان اوسني او پخواني چارواکي په یوه خوله تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو جنګیالي او مشران په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغې ځایه په دوی بریدونه کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دغه تورونه بې ځایه بللي دي.
دوی همدارنګه خبرداری ورکړی وو چې که پاکستان په افغانستان کې د پوځي ګام اخیستو نیت وکړي دوی به هم بې ځوابه پاتې نه شي.










