محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان "هوايي حریم اوس هم امریکا اشغال کړی"

ملا یعقوب

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالی وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې د افغانستان فضايي حریم اوس هم د امریکا له خوا اشغال شوی دی.

ښاغلي مجاهد چې د طالبانو د خوځښت بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی،‌ دا څرګندونې په کابل کې له طلوع خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کړې دي.

نوموړي وویل "هوايي حریم نقض دی،‌ اشغال دی اوس هم د امریکایانو له خوا اشغال دی."

کله چې له ښاغلي مجاهده وپوښتل شول چې د افغانستان فضا ته د امریکا الوتکې له کوم ځایه راځي، نوموړي په ځواب کې وویل "تېر ځل مې په دې اړه وضاحت کړی و، نه غواړم بیا نانندرۍ را پیدا شي او هېوادونو سره مو تعلقات خراب شي."

د ۲۰۲۲ کال په اګست کې ښاغلي یعقوب مجاهد په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي و ، د دوی د مالوماتو له مخې "د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته را ننوځي، موږ له پاکستانه غواړو چې خپله خاوره زموږ پرضد ونه کاروي".

د افغانستان پر هوايي حریم د امریکايي الوتکو خبره وروسته تر هغه لانجمنه شوه، چې تېر کال امریکا وویل، په کابل کې یې ډرون الوتکو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر استوګنځي برید کړی او وژلی یې دی.

طالب چارواکي لا هم نه مني چې ښاغلی الظواهري دې په کابل کې و.

اوس د طالبانو فاع وزیر وايي،‌ د تېر کال ډسمبر کې یې دا موضوع متحده عربي اماراتو د سفر پر مهال د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره هم په کتنه کې شریکه کړې وه.‌

نوموړي زیاتوي، له ښاغلي وېسټ نه یې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان پر فضايي حریم دې د امریکا الوتکې بندې کړي چې د نوموړي په ټکو "د دوحې له تړونه سرغړونه ده."

امريکايي پوځي چارواکو تل ویلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته، هلته له لېرې واټنه پرته له دې چې پوځيان ولري، اهداف په نښه کولای شي.

ټولګډونی حکومت : که وخت راکړل شي، حکومت کې 'باید تنوع راشي'

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي،‌ د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په نوم "د بهرنیانو لاسوهنې" نه شي منلی.

د ګاونډیانو په ګډون نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي‌ چې د خلکو استازولي وکړي. خو طالب چارواکي‌ تل ټینګار کوي چې حکومت کې یې "د هر قوم خلک شته."

د طالبانو د حکومت کابینه نژدې ټوله له داسې کسانو جوړه شوې چې د دوی د خوځښت غړي دي او هېڅ ښځینه په کې په لوړو څوکیو نه ده ګومارل شوې.‌

ډرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال امریکا وویل، په کابل کې یې ډرون الوتکو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر استوګنځي برید کړی

اوس د طالبانو د حکومت دغه وزیر وايي،‌ "که چېرې موږ ته وخت راکول شي او دوام پیدا کړو، زه په دې عقیده یم چې په دې کې [حکومت] یوه تنوع راشي. او په مسلکي ځایونو کې مسلکي کسان وګومارل شي."

د طالبانو پر حکومت یوه بله نیوکه دا ده چې د ټکنالوژۍ،‌ کرنې،‌ روغتیا او ګڼو مسلکي برخو کې یې د خپلو خلکو د خوشالولو لپاره نامسلکي خلک ګومارلي دي.

د طالبانو له دفاع وزیره په تالار کې ناستو کسانو ګڼې پوښتنې د نجونو د زدکړو په اړه هم وکړې، خو له ځوابه یې په څنګ تېر شو.‌ نوموړي‌ په کندهار کې د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې په اړه هم پوښتنې ته ځواب ور نه کړ.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی مجاهد په دغه ډول اوږده مرکه کې چې نژدې ۸۰ دقیقې وه، پوښتنو ته ځوابونه وايي.‌