"افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې"

    • Author, ملائکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، له جګړو را پاتې ناچاودو توکو یوازې تېر ۲۰۲۲ کال کې ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اغېزمنو ماشومانو کې ځینې یې وژل شوي او ځینو خپل د بدن غړي د تل لپاره له لاسه ورکړي دي.

یونیسف پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، په منځني ډول هره ورځ دوه ماشومان اغېز من کېږي.

دغه صندوق د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره په ګډ کار ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو له کبله ځای په ځای شویو ناچاودو توکو افغان ماشومانو ته ډېر زیان اړولی دی.

له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې دوی د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت کړې دي، چې د دوی په خبره پایله کې یې ۱۵۰۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د یادې کمېټې په وینا، له دې ډلې ۴۶۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰۰ کسان ژوبل شوي دي چې ۸۵ سلنه مرګژوبله ولسي وګړو ته اوښتې.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په ولسي وګړو کې بیا تر څلوېښت سلنې مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.

یوه میاشت مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، د ناچاودو توکو د پاکولو لپاره یې څه باندې ۱۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

یادې ادارې د تېرې فبرورۍ پر ۲۷ تمه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، لسیزو جګړو کې د افغانستان پر خاوره ډېر ناچاودي توکي ځای پر ځای شوي دي.

اوچا همدا راز ویلي و: "په ځمکه کې ناچاودیدونکو توکو له امله نژدې پنځه میلیونه افغانان زیانمن شوي، چې د دغو مرستو پر بنسټ به د یو اعشاریه څلور میلیونه زیانمنو کسانو لاسنیوی وشي."

اوچا او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان ختيځ او سويلي ولایتونه د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو اغېزمنې شوي بللي وو.

دوی وايي، د جګړو پر مهال دغو خواوو کې تر ټولو سختې جګړې یادوي چې له امله یې په زیاته کچه د جګړو پاتې شوني او نا چاودېدونکي توکي پکې شته.

افغانستان کې د ناچاودو توکو له کبله له وروستیو پېښو د تېرې اوونۍ چاودنه وه چې د مارچ پر شلمه پېښه شوه.

د غور ولایت په دغه پېښه کې د یوه کور دننه د نارنجک مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي وو.

ماینونه او ناچاودي توکي په افغانستان کې په یوه جدي ګواښ بدل شوي او ډېر قربانیان یې ماشومان دي.