تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زابل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان سوېلي زابل ولایت روغتیايي چارواکي وايي، نن ګهیځ د زابل مېزانې ولسوالۍ کې ناچاودي توکي چاودلي چې له کبله یې پنځلس ماشومان او لویان سخت ټپیان کړل چې دوه کسان د ژورو ټپونو له کبله مړه شول.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي بي بي سي ته وویل، پېښه د سې شنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا نهه بجې د مېزانې ولسوالۍ "تاخون" په کلي کې شوې ده.
ډاکټر حکیمي زیاتوي، دا ناچاودي توکي په تېرو څو کلونو کې امریکايي پوځیانو پر کلي د برید پرمهال کارولي وو چې هغه وخت نه دي چاودلي او اوس وچاودل، خو په خپلواک ډول د دغې ادعا پخلی نه دی شوی. دا هم د یادولو ده چې طالبانو د جګړو پرمهال د تېر حکومت پرضد په پراخ کچه شلخي بمونه کارول.
په ځینو انځورونو کې چې بي بي سي ته د پېښې له ځایه راستول شوي، ماشومان او لویان په وینو لت او پت ښکاري او ژور ټپونه یې له ورایه ښکاري.
ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي، چاودنه ډېره زوروره وه چې له کبله یې د ځینو ټپیانو پښې او لاسونه غوڅ شوي یا داسې ټپیان شوي چې رغېدل به یې ګران وي.
دوی وايي، دغه کسان له دې ولسوالۍ نه، چې هلته معیاري روغتون نه شته، ولایتي روغتون ته ولېږدول شول او درملنه یې روانه ده.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ځمکې لاندې او سړک غاړي ماینونه ولسي وګړو ته د مرګ ژوبله تر لوی لامل ګڼل شوی.
د راپورونو پر بنسټ له یمن وروسته افغانستان په نړیواله کچه دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات ناچاودي توکي یا ماینونه پکې ښخ دي.
وړاندې، د ماین پاکولو بریتانوۍ موسسه هلوټرسټ ویلي وو، د افغانستان په ۲۵۲ ولسوالیو کې لا هم ناچاوده توکي او ماینونه شته.
په افغانستان کې له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې د ماین پاکۍ عملیات روان دي چې په پایله کې یې تر دوو زرو کیلومترو مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او دغه عملیات په نړیواله کچه بې ساري او پراخ بلل کېږي.
سېلابونه
په همدې زابل ولایت کې چارواکي وايي د دغه ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې تر هغې وروسته ۴ تنه مړه او نږدې ۴۰ نور ټپي شوي چې لېږدونکی (۵۸۰ ډوله) موټر یې د ورښتونو او سېلاب له کبله له سړکه وتلی او خوړ ته لوېدلی دی.
د زابل عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په وینا دا پېښه په ځايي وخت تېره شپه شاوخوا نهه بجې د شهرصفا ولسوالۍ پولادګي سیمه کې د کابل - کندهار پر لویه لار شوې.
هغه دا نه ده واضح کړې چې دا موټر چېرته روان و.
ښاغلي حکیمي د دې پېښې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت چې د ده په وینا د سېلاب له اوبو ژغورل شوي او نژدې روغتونو ته لېږدول شوي، نازک بللی دی.
نوموړی وايي پر شهر صفا سربېره د زابل سیوري، نوبهار، کاکړانو او ارغنداب ولسوالیو کې هم د ډېر ورښت پایله کې سېلابونه او خوړونه راوتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، وردګو، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.