زابل کې د سېلابونو له کبله ترافیکي پېښه؛‌ "۴ تنه وژل شوي ۴۰ ټپیان دي"

د افغانستان په سویل زابل کې چارواکي وايي د دغه ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې تر هغې وروسته ۴ تنه مړه او نږدې ۴۰ نور ټپي‌ شوي چې لېږدونکی (۵۸۰ ډوله) موټر یې د ورښتونو او سېلاب له کبله له سړکه وتلی او خوړ ته لوېدلی دی.

د زابل عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په وینا دا پېښه په ځايي‌ وخت تېره شپه شاوخوا نهه بجې د شهرصفا ولسوالۍ پولادګي سیمه کې د کابل - کندهار پر لویه لار شوې.

هغه دا نه ده واضیح کړې چې دا موټر چېرته روان و.

ښاغلي حکیمي د دې پېښې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت چې د ده په وینا د سېلاب له اوبو ژغورل شوي او نږدې روغتونو ته لېږدول شوي، نازک بللی دی.

نوموړی وايي پر شهر صفا سربېره د زابل سیوري، نوبهار، کاکړانو او ارغنداب ولسوالیو کې هم د ډېر ورښت پایله کې سېلابونه او خوړونه راوتلي دي.

‌د هغه په وینا د دغو سېلابو له کبله ځینو سیمو کې د خلکو پر کورونو اوبه ورننوتي او ویجاړ کړې یې دي.‌

‌د زابل د عامې روغتیا رییس وایي له دغو ولسوالیو د مرګژوبلې رپوټونه هم ترلاسه شوي خو دی یې تر اوسه کره شمېر نه لري.

دغو سېلابونو بېلابېلو کلیو کې د خلکو څاروي‌ او کرنیزې ځمکې هم وړي او بڼو او باغونو ته یې زیانونه اړولي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې تېرو څو ورځو کې د ننګرهار په مرکز او ځینو ولسوالیو کې او همدا راز څو نورو ولایتونو کې هم سېلابونو د سر او مال زیانونه اړولي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار،‌ پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، وردګو، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.

دغه وزارت یوه اعلامیه کې ویلي و چې د ورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې لس نه تر ۴۰ ملي متر پورې اټکلېږي.

پر افغانستان سربېره د پاکستان او ایران له بېلابېلو سیمو هم روانه اوونۍ د سختو ورښتونو او سیلابونو خبرونه ترلاسه شوي دي.‌