تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: " طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادی نظام رامنځته کړی "
له واکه پرځول شوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي اوس تر بل هر وخت ډېر د "ملي ډیالوګ پیلولو ته اړتیا ده"، ښاغلي غني د نوي کال په مناسبت یوه غږیز پیغام کې ټېنګار کړی چې افغانان له جګړې ستړې دي او دا وړ تیا لري چې د "مرکو او جرګو له لارې د خپل حکومت او دولت شکل " وټاکي.
نوموړي دې پيغام کې چې نن ( سې شنبې مارچ ۲۰) خپور شو، دغه راز ټينګار وکړ چې د نړیوال مشروعیت لپاره د نظام کورنی مشروعیت یو شرط دی.
ښاغلي غني وویل چې طالبانو په افغانستان کې یو "بې ساری استبدادي " نظام حاکم کړی، خو دی وايي استبداد افغانستان کې دوام نه شي کولی او د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې چې دې هېواد استبدادي نظامونه "ژر یا وروسته رد کړی او مات کړي دي" .
مخکنی افغان ولسمشر محمد اشرف د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه کابل ښار ته د طالبانو له راتګ وړاندې بهر ته ولاړ ، ځینې پر هغه نیوکه کوي چې ګواکې د هېواد پرېښودو سره یې د طالبانو بیا واکمنېدو ته لاره هواره کړه.
خو ښاغلي غني ویلي وو چې طالبانو غوښتل دی له منځه یوسي.
ښاغلي غني په دې ۱۲دقیقه ییز غږیز پيغام کې د راتلونکي لپاره پر "ګډې مبارزې او تفاهم" ټينګار سره وویل چې له " تیارو " د وتلو لپاره باید مبارزه د " ټولو په ګډون ، د ټولو د حقونو د تامین او د هر ډول تاوتریخوالي په ردولو" ترسره شي.
ښاغلی غني یوه ورځ وروسته له هغه د ګډې مبارزې او تفاهم خبرې کوي چې د طالبانو مخالفو سیاستوالو چې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا اډانه کې له هېواده بهر را ټول شوي دي، د سولې او ثبات لپاره یوه طرحه وړاندې کړه.
نړیواله ټولنه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پلوي ده او ټينګار کوي چې طالبان باید د دوحې له ژمنې سره سم یو ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.
محمد اشرف غني د دوحې سولې تړون چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی یوه "معامله" وبلله او روان وضعیت یې د همدې تړون او په تېر نظام کې د "فاسدو او ښوییدونکو عناصر د ابن الوقتۍ د مستقیمې " پایلې په توګه یاده کړه.
مخکېني افغان ولسمشر د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړه بندیز یو " ناورین" وباله ، نوموړي د ښځو پر کار او ازاد ژوند او دنجونو پر زدکړه بندیزونه د هغه حق تر پښولاندې کول یاد کړل چې خدای خلکو ته ورکړل دی.
ښاغلي غني وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان تعلیمي نظام د "پاکستاني مدرسو د خُشک نظام تابع " شو او د هغوی پر یوه " څانګه" بدل شوی.
د افغانستان سړو سیمو کې دوه ورځې وروسته نوی ښوونیز کال پیلیږي، خو داسې نښې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.
طالبان تل ادعا کوي چې د نجونو پر زدکړو بندیز لنډمهالی دی او پر "ترتیب" جوړولو بوخت دي. خو نژدې ۵۵۰ ورځې کېږي چې د ښوونځیو پرانیستو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستل شوي.