ملا برادر: طالبانو د محمد اشرف غني د وژلو هېڅ پلان نه درلود

د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، کابل ته د ننوتلو پر مهال طالبانو هېڅ داسې پلان نه درلود چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني دې ووژني.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پخپله پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني او ورته یو شمېر نژدې کسانو ویلي، طالبانو پلان درلود چې د پلازمېنې کابل له نیولو وروسته ښاغلی غني ووژني. خو د طالبانو مهم مشر ملا برادر د افغانستان ملي راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې دا ادعاوې رد کړې دي.

ملا برادر دې مرکه کې ویلي، ګڼ شمېر افغان مشران او سیاست وال دا مهال افغانستان کې دي او، د ده په وینا، عادي ژوند کوي او له خلکو سره ګوري.‌

ظاهراً د نوموړي اشاره پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته وه، چې دواړه د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل کې پاتل شول.

خو پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني،‌ د نوموړي نږدې سلاکاران او د پخوانۍ کابینې ډېری غړي د کابل د سقوط پر مهال له افغانستان ووتل.

ښاغلي غني د کابل له پرېښودو یوه ورځ‌ وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو،‌ دا ورته د منلو نه وه چې د افغانستان یو بل زعیم یا مشر دې هم پلازمېنه کابل کې ووژل شي.‌

د نوموړي اشاره د افغانستان یو بل پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ته وه، چې په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو د پلازمېنې کابل له نیولو وروسته په دار وځړولو.

خو د طالبانو د رئیس الوزرا لومړی مرستیال عبدالغني برادر وایي،‌ د دوی مشر ملا هبت الله ټولو وګړو ته عمومي بښنه اعلان کړې، چې په هغه کې د پخواني حکومت چارواکي هم شامل دي.

ښاغلي برادر د حکومت پخوانۍ څېرې په فساد تورنې کړې او ويې ويل چې دوی نشوی کولی د "فساد، قتل او لوټمارۍ خپل عادت" پرېږدي.

ښاغلي برادر د نړۍ له بشري مرستو مننه وکړه خو ويې ويل چې دا کافي نه دي او له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د ټينګولو لپاره بايد د ده په ټکو د طالبانو حکومت په رسميت وپېژندل شي.

هغه له نړیوالو وغوښتل چې د طالبانو له حکومت سره پخوانۍ تربګنۍ پرېږدي، د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې ازاده او له دوی سره دې ګډ کار وکړي.

نړیواله ټولنه طالبان ملامتوي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او حکومت یې د خپلې ډلې له غړو جوړ کړی دی.

خو ښاغلي برادر وويل چې د طالبانو اوسنۍ "کابينه لنډمالې" ده او په اوږد مهال کې په دې فکر کې یوو چې باصلاحيته کسان د مرستيالانو يا وزيرانو په توګه وګومارل شي.

عبدالغني برادر د افغان پوځ د پخوانيو افسرانو د وژنو او شکنجو د راپورونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د پخواني حکومت ټولو غړو ته بښنه شوې ده خو د تاوتريخوالي ځينې وروستۍ پېښې يې د شخصي دوښمنیو زېږنده وبللې.

يوه مياشت وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان په يوه راپور کې ويلي وو چې طالبانو د اګست پر ۱۵ مه د واک ترلاسه کولو وروسته يوازې په څلورو ولايتونو کې تر ۱۰۰ ډېر پخواني پوليس او استخباراتي افسران اعدام او يا ورک شوي دي.