'د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري د تېر کال پرتله درې سوه ميلیونه ډالره زیاته شوې'

''د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري تر تېر کال درې سوه ميلیونه ډالره زیاته شوې. '' دا خبره پرون (مارچ ۱۲مه) د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر او افغانستان ته د قزاقستان د سفیر تر منځ په کتنه کې شوې.

بلخوا د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم تهران ته په خپل سفر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم غږېدلی.

افغانستان ته د قزاقستان سفیر علیم یاسین ګېلديېف د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په تېر یوه کال کې ۹۰۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۳۰۰ مېلیونه ډېره ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، دغه قزاق استازي له افغانستان سره د سیاسي، سوداګریزو او بشري اړیکو او مرستو او افغان محصلینو ته د کلنیو بورسیو د ورکړې د دوام ژمنه کړې.

قزاق استازو روانه اونۍ په ډيلي کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې غونډې ته هم د سیمې د امنيتي ثبات په موخه له افغانستان سره د سیمې او نړۍ په مرستو کې د خپل هېواد د ونډې اخیستو له ژمنو سره ګډون کړی و.

د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو او د جمهوري دولت له سقوط سره هم‌مهاله ملګرو ملتونو هم یو شمېر دفترونه له افغانستانه ایستلي او په قزاقستان کې يې ځای پر ځای کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي امیرخان متقي بیا په دې غونډه کې د دیپلوماتیکو اړیکو پراخېدو ته هیله څرګنده کړې او په رېل لارو جوړولو کې د قزاقستان د تخنيکي مرستې غوښتنه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه قزاق استازي ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه چا ته ګواښ نشته او نه يې خاوره د چا په خلاف کارېدی شي.

له دې سره هم‌مهاله پرون د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف تهران ته تللی او له خپل سیال سره د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم غږېدلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼې کښلي چې په دې کتنه کې ټینګار شوی چې د افغانستان له سولې او ثبات سره به د ګاونډیو هېوادونو په توګه مرستې او همکارۍ ډېروي.