اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو او امربالمعروف پر وزيرانو بنديزونه ولګول

طالبان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او امربالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیرانو بندیزونه لګولي دي.

دغې ټولنې سه شنبه د افغانستان او روسیې په ګډون د شپږو هېوادونو پر چارواکو له ښځو سره د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه ولګول.

د اروپايي ټولنې د شورا پر پاڼه خپره شوې اعلامیه کاږي چې په دغو بندیزونو کې نهه اشخاص او درې رسمي ادارې شاملې دي چې پرې د ویزو د بندیز په ګډون په اروپایي ټولنه کې د هغوی هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي.

په هغو کسانو کې چې دغه بندیزونه پرې لګول شوي په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي شامل دي. دغه دوه وزیران د طالبانو د حکومت د هغو بنسټونو په مشرۍ کې دي چې پر نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو کې رول لري.

د طالبانو مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې دغه بنديزونه بې اساسه او بې ګټلې بللي دي.

نوموړي ويلي، "په تماسونو، تفاهم او ډيالوګ ډېر څه کېدلی شي او بنديزونه حللاره نه ده."

په دغه بندیز کې د شاملو کسانو هغه شتمنۍ چې په اروپايي ټولنه کې دي ضبطېږي او اروپايي ټولنې ته يې پر سفرونو هم بندیز دی.

په بندیز کې شته کسان او ادارې به د اروپايي ټولنې له مستقیمو او غیرمستقیمو بسپنو اخیستو هم بې برخې وي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزېف بورېل ویلي، د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې يې دغه اقدام ځکه کړی چې له وینا د عملي اقدام په لور ګام اوچت کړي.

نوموړي ویلي، په هر حال له ښځو سره د تاوتریخوالي د هر ډول پای ته رسولو لپاره مبارزه کوي. د هغه په وینا، له دغه اقدام سره د جنسيت له مخې تاوتريخوالي د له منځه وړلو هڅې پیاوړې کېږي او دا ډاډ رامنځته کېږي، هغه کسان چې مسؤل دي د خپلو کړنو بشپړ مسؤلیت باید ومني او معافیت نه لري.

جوزېف بورېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزېف بورېل ویلي، د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې يې دغه اقدام ځکه کړی چې له وینا د عملي اقدام په لور ګام اوچت کړي.

دغه راز د اروپایي ټولنې په بندیزونو کې د مسکو دوه پولیس افسران، ډګروال الکساندر فیدورینوف او د هغه مرستیال ایوان ریابوف هم شامل دي، چې د جګړې ضد ښځینه مظاهره کوونکو د نیولو او شکنجه کولو د امر په ورکولو تورونه پرې لګېدلي دي.

همدارنګه د روسیې د ځانګړو ځواکونو قوماندان تورن جنرال نیکولای کوزنیتسوف او د ټانک قوماندان ډګروال رامیل اباتولین نومونه هم د بندیزونو په لست کې شته دي، چې د دوی واحدونه په اوکرایین کې په سیستماتیک ډول په جنسي تېریو او جنسي سرغړونو تورن دي.

د ایران د تهران د قرچک زندان د هغه ځای په تور په دې لست کې شامل دی چې "ساتونکي یې پر ښځو جنسي تېري کوي او د درواغو اعترافاتو د اخیستلو لپاره د هغوی پر وړاندې په جنسي ځورونې" لاس پورې کوي.

همداشان په جنوبي سودان کې، په دوو چارواکو ګاتلواک نیانګ هوت او ګورډن کوانګ بیل، هم بندیزونه لګول شوي چې "د جنګ د تاکتیک په توګه د جنسي تاوتریخوالی نه په پراخې او سیستماتیکې کار اخیستنې" تورن دي.

د میانمار د کورنیو چارو مرستیال وزیر توی یوی هم په دې بندیزونو کې شامل دي. پر هغه تور دی چې پوځي امنیتي اجنټانو ته یې اجازه ورکړې چې "د نارینه، ښځو او د جنسیتي ټولنو د غړو د خپل سر توقیف او پوښتنو او تحقیقاتو پر وخت یې د اجباري بربنډونې، جنسي تېري، الکترونکي شاکونو، د هغوی د تناسلي الې د سوځولو او له تاوتریخوالی نه کار واخلي."

د سوریې جمهوري ګارډ هم د اروپايي ټولنې په بندیزونو کې شامل دی چې ویل شوي حکومت ورته اجازه ورکړې چې "د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د سوریې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځپلو او ډارولو لپاره وکاروي."