د برېتانیا پارلمان دفاعي کمېټه: له افغانستانه د "ناوریني وتلو" پلټنه باید وشي

د برېتانیا پارلمان دغې کمېټې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن ځای د بدلېدو په حال کې دی.

د پارلمان دفاعي کمېټې په افغانستان کې د برېتانیا په رول او په ۲۰۲۱ کال له دې هېواده د بریتانوي ځواکونو وتل له ناورینه ډکه پېښه بللې او په اړه یې د یوې دولتي پلټنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې.

د دغې کمېټې مشر او پخوانی پوځي توبیېز اېلوود وايي " دا د برېتانیا په پوځي تاریخ کې یو تور څپرکی دی."

ښاغلی اېلوود او د کمېټې غړو یې په دې اړه ۳۰ مخیز راپور چمتو کړی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکايي، بریتانوي او د ناټو نورو غړو هېوادونو د ځواکونو له وتلو وروسته طالبان په خورا چټکۍ یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول .

په شرایطو د برابرو او زیان منونکو افغانانو راېستل

بل خوا د بریتانیا پارلمان دفاعي کمېټې له افغانستانه په شرایطو د برابرو او زیان منونکو افغانانو د راېستلو پر بهير هم جدي نیوکه کړې.

د کمېټې راپور کاږي زرګونه هغه افغانان چې بریتانیا کې د مېشتېدو په شرایطو برابر دي لاهم هلته پاتې دي او تر ګواښ لاندې ژوند کوي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه نږدې پنځلس زره افغانان چې بریتانیا ته د راتګ په شرایطو برابر وو رایستلي دي.

دغه وزارت وایي په شرایطو برابر درې سوه نور کسان یې هم تشخیص کړي چې له موندلو وروسته به یې له خپلو کورنیو سره راولي.

د برېتانیا حکومت وایې د افغان وګړو د مېشتېدنې بهیر یا سکیم لاهم روان دی چې له مخې به یې په پنځو کلونو کې شل زره په شرایطو برابر او زیان منونکي افغانان په دې هېواد کې مېشت کړي.

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو دوو لسیزو پوځي شتون پرمهال نژدې ۴۰ میلیارد ډالر ولګول او څه باندې څلور سوه سرتیري یې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.