د بریتانیا د پارلمان غړي: افغانستان سره د خپل حکومت د مرستو په کچه شرمېږو

د برېتانیا د پارلمان د غړو یوې ډلې ویلي له افغانستان تېر کال د بریتانیايي ځواکونو له وتلو راهیسې دغه هېواد سره د مرستندویانو د ملاتړ پر کچې شرمېږي.

د بریتانیا د ولسي جرګې د نړیوالې پراختیا کمېټې وروستی راپور ښيي چې د دغه هېواد حکومت د بشرپاله بنسټونو له کارکوونکو او افغانانو سره مرسته کې ډېر ورو ګامونه اخلي.

دې کمېټې همدا راز د اوکرایین اوسني کړکېچ کې هم افغانستان ته د ځینو ورته تېروتنو د تکرار خبرداری ورکړی دی.

بریتانیا وايي د تېر کال اګست کې یې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي.

د بریتانیا د ولسي جرګې د نړیوالې پراختیا کمېټه وايي په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بشردوستانه مرستو ته د بې مخینې کچې اړتیا ده.

د دې کمېټې رپوټ کې راغلي یو شمېر افغان مرستندویان چې لوېدیځو هېوادونو سره د همکارۍ، یا د ښځو او لږه کیو د ازادیو د ملاتړ له کبله د طالبانو له اړخه د غچ اخیستو له خطر سره مخ دي، داسې انګېري چې د بریتانیا لخوا پرېښودل شوي دي.

دا رپوټ زیاتوي د بریتانیا د منلو طرحې د هغو پناه غوښتونکو کافي ملاتړ نه کوي چې دغه هېواد ته ور وران دي.

په رپوټ کې د بریتانیا له حکومته غوښتل شوي چې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو طرحه چټکه کړي چې مرستندویان مشخص او لومړیتوب ورکړ شي.

د بریتانیا ولسي جرګه کې د نړیوالې پراختیا کمېټې رئیسې سارا چمپین چې د کارګر ګوند استازولي کوي، ویلي:

"موږ له افغان، بریتانیايي او د نورو هېوادونو له مرستندویانو د هغو ټولو هاندوهڅو له کبله د زړه له تله مننه کوو چې د افغانستان د خلکو لپاره یې کړې. د دوی کار فوق العاده دی. خو موږ پر دې شرمېږو چې د بریتانیا حکومت د وتلو وخت یا اوسمهال د طالبانو تر حاکمیت لاندې د مرستو رسولو په پېچلې چاره کې، اړین ملاتړ ورسره نه دی کړی."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې دوی په روان مالي کال کې له افغانستان سره د ۲۶۱ میلیون پونډو په ارزښت مرسته کړې او اوکرایین سره یې هم ۲۲۰ میلیون پونډه مرسته اعلان کړې.

هغه زیاته کړې چې "په دوو اونیو کې مو تر ۱۵ زرو ډېر کسان له افغانستان راوایستل او اوکراینیانو د کډوالۍ پروګرام مو هم اعلان کړې دی."