تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا؛ د افغان کډوالو نوي پروګرام له اعلان سره هممهاله د یو شمېر پاتې کسانو لپاره اندېښنې ډېرې شوې
په داسې حال کې چې بریتانیا حکومت په دغه هېواد کې د ۲۰ زره افغان کډوالو بیا ځای پر ځای کولو لپاره نوی پلان اعلان کړ، په افغانستان کې د یو شمېر پاتې کسانو لپاره چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، اندېښنې ډېرې شوې.
بریتانیا کې یو خیریه کارکوونکی د هغه افغان ډاکتر ژوند ته د ورپېښ خطر په هکله اندېښنه څرګنده کړې، چې دی وايي غواړي له افغانستانه وتلو کې ورسره مرسته وکړي.
د بریتانیا سرسیټ سیمې دغه اوسېدونکی مرستندوی روغتیاپال نیچ وولف وايي، ده په افغانستان کې د فعالیت پر مهال له دې ډاکتر سره لیدلي وو، چې په وینا یې اوس د طالبانو له لوري خطر سره مخامخ دي.
نوموړي د بریتانیا له لومړي وزیره په یوه لیک کې غوښتي چې دغه ډاکتر ته بریتانیا کې د افغان کډوالو بیا ځای پر ځای کولو پروګرام 'اې سي ار اېس ' له مخې د راتلو زمینه برابره کړي.
ښاغلی وولف وايي:
''د هرې ورځې له تېرېدو سره خطر لا زیاتېږي. ''
بریتانیا حکومت پر پنجشنبه د هغو افغان کډوالو لپاره چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده تښتي، بریتانیا کې د بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام پیل کړ، چې د اې سي ار اېس په نامه یادېږي.
که څه هم بریتانیا کې د عدالت وزیره وکټوریا اتکنز وايي، د برتیانیا وړتیا ''نامحدوده '' نه ده، او غوښتنلیکونو کې د لومړیتوب معلومولو پروسه ''خورا ستونځمنه '' ده، خو بریتانوي چارواکي وايي، لومړي کال اوږدو کې به پنځه زره افغانانو ته پناه ورکړي.
بل لور د سمرسیټ سیمې روغتیاپال مرستندوی کارکوونکی وايي، د طالبانو له لوري له جدي ګواښونو وروسته دغه افغان ډاکتر چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې نوم نه یادېږي، له جدي خطر سره مخامخ دی او پټ ژوند کوي.
نوموړی وايي: ''دا داسې څوک دی، چې ټول ژوند یې خپل هېواد ته وقف کړی و. کله چې ناڅاپه امنیتي کسان او پولیس وتښتېدل، دی له بهرنیانو سره د کار کولو له کبله له جدي ګواښونو سره مخامخ شو، او دا ځل یې د خطر کچه هم خورا لوړه وه. دي سړي له دې پرته چې له کورنۍ سره پټ شي، او له هېواده د وتلو هڅه وکړي، بله چاره نه درلوده. ''
ښاغلی وولف وايي، د اې سي ار اېس پروګرام پیل او فعالېدو کې د ځنډ له کبله ځکه ډېر غوسه دی، چې دوی په بریتانیا کې د افغان ډاکتر اوسېدو ته چمتوالی کړی.
نوموړی وايي، له کورنیو چارو وزارت او پارلمان غړو سره یې د اړیکو ټینګولو هڅې کړې، چې د دغه افغان ډاکتر نوم د هغو کسانو په لیست کې شامل شي، چې له هېواده ایستلو کې به لومړیتوب ورکول کېږي.
دی وايي: ''اسناد مو وړاندې کړي دي، خو اوس هم منتظر یو، چې پروسه مخکې لاړه شي. ''
د اې سي ار اېس پروګرام له مخې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې افغانستان کې یې له بریتانیا سره همکاري کړې او د افغانانو بیا ځای پر ځای کولو او مرستې له پالیسۍ جلا ده، چې له مخې یې هغو سره مرسته کېږي چې افغانستان کې یې له بریتانوي حکومت سره مرسته کړې.
بریتانیا کې د افغانانو بیا ځای پر ځای کولو چارو وزیره وکټوریا اتکینز ویلي:
''د افغان وګړو بیا ځای پر ځای کولو پروګرام ډېرو زیانمنونکو او له جدي خطر سره مخامخ افغانانو ته یوه خوندي او قانوني لار ده، چې بریتانا ته راشي او له سره ژوند پیل کړي. ''