بریتانیا د شل زره افغان کډوالو منلو پروګرام رسماً پیل کړ

بریتانیا حکومت د شل زره افغانانو بریتانیا ته د راستلو او دې هېواد کې د ځای پر ځای کولو حکومتي پلان رسماً پیل کړ.

بریتانیا کې د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو چارو لپاره وزیره وکټوریا اتکینز نن جنورۍ شپږمه د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې د ښاروالیو له ځايي شوراګانو وغوښتل چې مرسته وکړي، چې په وینا یې په هېواد کې ''د افغان دوستانو لپاره ښه راتلونکی تضمین شي. ''

نوموړې وايي، دا شمېر له هغو اووه زره کسانو پرته اضافي دی، چې له بریتانیا سره د مرستې په تړاو له هېواده ایستل شوي دي.

د نوموړې په وینا د هغو افغانانو منلو لړ کې چې له هېواده ایستل شوي دي، ''تر ټولو ډېر سخاوت '' بریتانیا کړې.

اغلې اتکینز وايي، دا پروګرام دې کسانو ته ''د قانوني او خوندي لارې '' زمینه برابرول دي.

د نوموړې په وینا هغسې چې مو سپتمبر کې ویلي و، لومړي کال کې به پنځو زره کسانو ته بریتانیا کې د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره شي، دا شمېر به بشپړ شي او په دې لړ کې یې د لومړیتوبونو یادونه وکړه.

د نوموړې په وینا دې کسانو لومړۍ ډله هغه د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او د افغانستان عدلي او قضايي ادارو هغه کارکوونکي او کورنۍ یې دي، چې وار له مخه بریتانیا ته رسېدلي دي.

نوموړې وايي، سږ کال به دې لړ کې دوې ډلې نور کسان هم شامل شي، چې یوه ډله یې له هېواده ایستل شوي دي او د ملګرو ملتونو کډوالۍ مسوولینو له خوا معرفي شوي دي.

بله ډ‌له هغه افغانان دي چې له بریتانیا سره همکار وو، یا یې له نړیوالو سازمانونو سره همکاري درلوده.

بریتانیا حکومت وايي، دې پروګرام کې به هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي، چې د دیموکراسۍ، ښځو حقونو، بیان ازادۍ او قانوني پلي کولو په څېر ارزښتونو ته ژمن وو او دې لړ کې یې د بریتانیا له هڅو سره مرسته کړې.

دې لړ کې د هغو کسانو یادونه هم شوې، چې له جدي خطر سره مخامخ دي، ښځې یا نجونې دي او یا د لږکیو هغه کسان دي، چې خطر ورته متوجه دی.

د حکومتي چارواکو په وینا د هغو کسانو پېژندلو لپاره چې دوی ورسره دې لړ کې مرسته کول غواړي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره په شریکه چارې پر مخ بیايي.

د اې سي ار اېس پروګرام له مخې بریتانیا ته تللیو کسانو ته به د مستقل پاتې کېدو یا هېواد ته د داخلېدو وېزې ورکول کېږي او له اوسنیو شرایطو سره سم به وکولای شي، چې پنځه کاله په دې هېواد کې له اوسېدو وروسته د تابعیت ترلاسه کولو غوښتنلیک وړاندې کړي.