تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو ته د طالبانو ځواب؛ "د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نشته"
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د ملګرو ملتونو سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وایې له افغانستان څخه د هېڅ هېواد پر ضد کړنې نه ترسره کېږي.
بلال کریمي پدې اړه بي بي سي ته په لیږلې دریځ پاڼه کې ویلي " له افغانستان څخه هیچاته تهدید نشته، موږ خپله دې ته متوجه یو چې خدا مکړه د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد استعمال نشي. "
د طالب ویاند په ټکو دوي جدي پام کوي او نه پریږدې چې د افغانستان له خاورې څوک ناوړه ګټه واخلي او استعمال یې کړي.
طالبان د ملګرو ملتونو سرمنشي ددې غوښتنې په ځواب کې چې ګواکي د ګاونډيانو په ځانګړي ډول پاکستان د ترهګرۍ د ګواښ مخه ونیسي، وایې د پاکستان ستونزې ددې هېواد کورنۍ موضوع ده چې په افغانستان پورې اړه نه لري.
کریمي وایې دا چې داسې انګېرل کیږي چې په پاکستان کې ځينې پیښې له افغانستان څخه سرچینه اخلي حقیقت نه لري او پدې اړه هېڅ کره شواهد او اسناد نشته.
طالب واکمن چارواکي وایې دوي د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو غږ کړی وو چې په افغانستان کې د ټولو هغو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي چې پاکستان یا د سیمې نور هېوادونه په نښه کوي.
انتونيو ګوتېرېش یوې کلنۍ خبري غونډې ته دا هم ویلي چې طالبان دې د نجونو پر پوهنې او د ښځو پر کار د بندیزونو د لرې کولو او د یوه ټولګډوني حکومت د جوړولو په برخه کې خپلې ژمنې پرځای کړي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې نن د افغانستان په تړاو د کال وروستی درې میاشتنی رپوټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
انتونیو ګوتېرېش د خبریالانو د پوښتنو ځواب کې وویل، افغانستان کې بېلابېل توکمونه اوسېږي او مهمه ده چې په حکومت کې د ټولو استازي ځای ولري.
ښاغلي ګوتېرېش همداراز څرګنده کړه چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت هم له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو پر څرنګوالي مهم اغېز پرېباسي:
"دویمه موضوع د ښځو له حقونو سره په تړاو د ښځو او نجونو حقونه دي. د ښځو د کار حق او د نجونو د زدکړې حقونه پرتله له دې چې توپیري چلن سره مخ شي".
د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې د افغانستان حالاتو او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه ددې ټولنې وروستی درې میاشتنی رپوټ چمتو شوی او ټاکل شوې چې ښاغلی ګوتېرېش یې نن امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا هم دې غونډې ته وینا کوي.
په رپوټ کې دا ټینګار شوی چې افغانستان باید د توپیري چلن، نابرابرۍ او د بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره باید نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.