طالبان: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنه بې ‌ځایه ده

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د یو شمېر نړیوالو مشرانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې بېځایه دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په شمول ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښودله، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی."

طالبان وايي، دا اندې‍ښنې ځکه ردوي چې "پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي" او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسله‌وال ګروپ موجود دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک پاڼه د شهباز شريف څرګندونې "ناسمې او له واقعيته لېرې" بللې دي.

نوموړي ليکلي، "افغانستان د تروريزم قرباني دی او د تروريستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقيم حمايت لاندې له هغه ځايه د افغانستان په خلاف استعمالېږي."

طالبان وايي، دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي چې تر اوسه دغو لوریو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ چې د افغان حکومت حقوقي او سیاسي حق دی، دوی ته (طالبانو ته) نه ده ورکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیوالې دې د بې بنسټه اندېښنو او تورونو پر ځای د طالبانو له حکومت سره مثبت تعامل وکړي او مخامخ دې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.

په ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ځینې مغرضې کړۍ قصداً غواړي چې افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.

امیر خان متقي کابل کې یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په راتلو سره مثالي امنیت تامین شوی دی، خو د یادونې ده چې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) په څېر ډلو په تېر یوه کال کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي دي.

که څه هم افغان طالبان د افغانستان پر خاوره د پاکستاني طالبانو د فعالیت تورونه تل ردوي، خو د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې وه چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازو ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي.

هغه مهال د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي مسید او د دې ډلې ګڼ نور مشران په کابل کې وو او له پاکستان ورتلونکو پلاو سره یې خبرې کولې.

افغان طالبانو ټینګار کاوه چې د 'حسن نیت' له مخې یې د دې خبرو کوربتوب ته غاړه اېښې ده او که خبرې ناکامې شي نو دوی به د پاکستاني طالبانو مشرانو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان کې پاتې شي.

شهباز شریف: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنه لرو

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې تر ډېره تمرکز پاکستان کې د سېلابونو او طبیعي ناورینونو پر مسلو ور ټول و، خو د ده په وینا افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د پاکستان لپاره هم یو سرخوږی دی.

ده وویل، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، د ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي تحریک فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.

دی وايي، د دغو ډلو پر وړاندې باید افغانستان کې د افغان چارواکو په همکارۍ او ملاتړ په اغېزناک او جامع ډول معامله وشي.

شهباز شریف پخپله وینا کې وویل، نړیواله ټولنه باید افغانستان د بشر حقونو له اړخه د وېروونکي هېواد په توګه وپېژني.

تېر کال د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان همدې ناستې ته ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو په اړه خوشبین دی او د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ یې غوښتي وو چې د طالبانو نوی حکومت منزوي نه کړي.

د طالبانو له واکمنېدو یو کال وروسته لاهم د ملګرو ملتونو هېڅ کوم غړي هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شهباز شریف پرته له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت ته مستقیمه اشاره وکړي، وویل:‌ "پاکستان دا هم غواړي چې افغانستان او ګرده نړۍ په سوله کې وي او خپلو ټولو وګړو ته په یوه سترګه وګوري".