سرچینې: حامد کرزي ته له افغانستانه بهر د سفر اجازه ورکړل شوې

حامد کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي ته ځینو نژدې سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، نوموړي ته اوس له افغانستانه بهر د سفر اجازه ورکړل شوې ده.

ښاغلي کرزي ته تېر څه باندې یوه کال کې څو ځله له افغانستانه بهر د سفر لپاره اجازه نه وه ورکړل شوې.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو ته وویل، د طالبانو حکومت ورته ویلي چې حامد کرزی "بهر سفر کولای شي."

ټاکل شوی حامد کرزی په یوه شخصي سفر جرمني ته ولاړ شي خو د سفر نېټه یې مالوم نه ده.

په ځينو رپوټونو کې ویل شوي چې ښاغلی کرزی د درملني لپاره جرمني ته ځي خو ځينې سرچینې وايي، جرمني ته د نوموړي سفر "شخصي دی."

د طالبانو حکومت په ښکاره پر حامد کرزي د سفر بندیز په اړه له څه ویلو ډډه کوي خو نوموړی څو ځلې بهرنیو سفرونو ته نه دی پرېښودل شوی.

کابل

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah Facebook

د عکس تشریح، کرزی او عبدالله د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د ګڼو نورو سیاستوالو برعکس کابل کې پاتې شول

د روان کال د اوکټوبر په وروستیو کې د طالبانو حکومت حامد کرزي ته اجازه نه وه ورکړې چې جرمني ته سفر وکړي. نوموړي ته د "کوربور" په نامه یوه بنسټ بلنه ورکړې وه چې یوه بحث کې یې ګډون وکړي.

د همدې کال په مې میاشت کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې متحده عرب اماراتو ته ولاړ شي.

هغه مهال ښاغلي کرزي غوښتل چې د متحده عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره اماراتو ته ولاړ شي.

سرچینو بي بي سي ته ویلي کله چې د افغانستان مهم سیاستوال بهر ځي، باید د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ځینې نورې امنیتي ادارې یې د سفر لپاره چمتووالی ونیسي.

حامد کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله له هغو سیاستوالو دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په کابل کې پاتې شول.