کرزی: د بایډن پرېکړه ناسمه ده؛ د افغانستان شتمنۍ دې افغانانو ته وسپارل شي

کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حامد کرزي د افغانستان د شتمنیو په اړه د جو بایډن پرېکړه ناسمه بللې

د افغانستان پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه ده او باید له سره پرې غور وشي.

ښاغلي کررزي یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ افغانان په هېڅ ډول د د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې بریدونو کې ښکېل نه وو،‌ او باید په دې پلمه یې ملي شتمنۍ ترېنه وانخیستل شي.

یاده دې وي چې ولسمشر جو بایډن دوه ورځې وړاندې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۷ نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په اړه اجرایوي فرمان صادر کړ.

د دې فرمان له مخې له یادې شتمنۍ به نیمایي برخه افغانستان کې د بشري لپاره ازاده شي.‌

خو امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر سر په محکمه کې هم قضیه روانه ده او د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو کورنۍ وایي، دوی پر دې پیسو حق لري.

بایډن

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی.

د دوی د دعوې ملاتړي وایي، افغان طالبانو پر خپله خاوره اسامه بن لادن او القاعدې شبکې ته پناه ورکړې وه او له همدې کبله د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو کورنیو باید د افغانستان د شتمنۍ یوه برخه د غرامت په توګه ترلاسه کړي.

خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یکشنبه کابل کې خبري غونډې ته وویل، اسامه بن لاندن بهرنیانو افغانستان ته راوستلی و او افغانان پخپله د القاعدې د ترهګرۍ ښکار دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یو غریب هېواد ملي شتمني بل چا ته ورکول ناسمه پرېکړه ده او افغانانو ته باید د هغه څه سزا ورنکړل شي چې دوی پکې ښکېل نه وو.

یاده دې وي چې د افغانستان بانک هم، چې د دې شتمنۍ اصلي څښتن دی، د امریکایي ولسمشر دا پرېکړه غندلې ده.

همدا راز یو شمېر نړیوالو شنونکو او کارپوهان هم ویلي،‌ د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ بل چا ته ورکول غیر عادلانه ګام دی.‌