تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر خپلو قاضیانو ته: قصاص او شرعي حدود جاري کړئ
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته حکم کړی چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي د دوی مشر په یوه غونډه کې قاضیانو ته ویلي "دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض ده چې ورباندې عمل وکړئ."
ښاغلي مجاهد د خپل مشر له قوله دا هم ویلي چې دغه حکم به پر غلو، سړي تښتوونکو او فتنه ګرو عملي کیږي.
خو د دې وضاحت نه دی شوی و چې له فتنه ګرو د طالبانو هدف څوک دي؟
طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال هم قصاص او شرعي حدود جاري کول چې نړیوالو بشري سازمانونو پرې سختې نیوکې کولې.
د طالبانو ویاندویان په دې وروستیو کې د بېلابېلو برخو چارواکو سره د خپل مشر د لیدنو خبر ورکوي او ظاهراً دا ناستې کندهار کې د ملا هبت الله اخندزاده د اوسېدو په اصلي مرکز کې کیږي.
د طالبانو ویاندویانو که څه هم وخت نا وخت خپل ته منسوب غږونه خپاره کړي، خو تر اوسه د دغو ناستو کوم انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي دا ځل ملا هبت الله اخوندزاده له قاضیانو سره کتلي او امر یې ورته کړی چې شرعي حدود عملي کړي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له بېرته را ستندېو راهیسې تېر څه باندې یوه کال کې د دوی محاکمو د حکم له مخې د شرعي حدودو د پلي کېدو راپورونه نه دي خپاره شوي.
که څه هم هرات او کندهار کې په عام محضر کې پر یو شمېر مجرمانو د حدود د پلي کېدو خبره شوې وه خو ظاهراً دا کار په کور دننه او بهر د غبرګونونو له کبله وځنډېده.
طالبانو تېر کال په تلې/میزان میاشت هرات ښار کې د انسان تښتونې په تور د څلورو وژل شویو کسانو جسدونه خلکو ته ښکاره کړل، د طالبانو ځايي چارواکو هغه مهال ویلي وو، چې دغه کسان د دوی له ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي او بیا یې جسدونه د ښار مرکزي څلورلاره کې په عام محضر کې ځړول شوي وو.
بلخوا واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې د ګڼو صحرایې محاکمو راپورونه خپاره شوي، چې ویل کېږي قربانیان یې تر ډیره د پخواني حکومت نظامیان، د طالبانو مخالفان او عام وګړي دي.
په دې لړ کې له څه موده وړاندې پنجشېر کې د طالب وسله والو لخوا د اسیرانو د وژل کېدو ویډیوګانې هم خپرې شوې وې.
د 'افغان ویټنس' په نوم یوې څېړنیزې موسسې چې مرکز یې برتانیا کې دی، تېره میاشت ویلي و د دوی څېړنې ښيي چې طالب ځواکونو سپټمبر میاشت د پنجشېر په دره کې د مقاومت جبهې پر جنګیالیو د برید په ترڅ کې ۲۷ تنه نیولي دي. بیا یې په ډزو سره وژلي دي.
طالبانو هغه مهال ویلي و چې په دې اړه پلټنه کوي.
همدا تېره اوونۍ په کندهار کې د یوه کس مړی چې سر یې پرې او یوازې تنه یې په یوه ویاله کې غورځول شوې وه، پیدا شو.
خو طالبانو تل د صحرايي محکمو خبره رد کړې ده.
تېر کال د طالبانو د زندانونو مشر نورالدین ترابي اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي و چې د لاسونو پرې کول د امنیت تامین لپاره اړین دي. هغه زیاته کړې وه چې د دوی کابینه د دې سزا د پلي کولو په اړه پرېکړه کوي.
تېرې دوه لسیزې د جمهوريت دوره کې که څه هم د افغانستان د جزا قوانینو کې د اعدام سزا وه او په څو مواردو کې عملي هم شوه، خو دا کار هېڅکله په عام محضر کې نه دی شوی.
د پخواني حکومت د جزا قانون له مخې د اعدام سزا د درې ګونو محکمو او سترې محکمې له طرزالعملونو او د ولسمشر تر وروستۍ پرېکړې وروسته د پلې کېدو وړ و.