ملګري ملتونه: افغانستان په ګڼو کړکېچونو کې ښکېل دی

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ترهګرو ډلو په ضد جدي ګامونه اوچت کړي. ځکه د ده په وینا په دغه هېواد کې جرمونه او ترهګریز سازمانونه یو ځل بیا د ودې په حال کې دي.

هغه د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو او ازادیو محدودوونکې تګلارې او مقررات له منځه يوسي.

په عمومي اسمبلۍ کې له طالب مشرانو همدا راز غوښتل شوي چې د بشر د حقونو درناوی وکړي او ویې ساتي او پراخ بنسټه حکومت دې جوړ کړي.

د دوی غوښتنه داسې مهال شوې چې طالبانو په وروستي ګام کې پارکونو ته د نه ورتګ په ګډون یو شمېر نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه غونډه کې د دې اسمبلۍ مشر چبا کوراشي (Csaba Kőrösi) ګډونوالو ته خپله وینا کې وویل، افغانستان په "ګڼو کړکېچونو کې ښکېل دی."

هغه زیاته کړه، "له ۱۵ میاشتو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، اقتصادي حالت په خرابېدو دی، بشري وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی، د دغه هېواد له درې دوه برخې وګړي په لوږه کې دي، نجونې او مېرمنې د زدکړو له حقه محرومې کړای شوې دي. "

هغه وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونو ته په کې د زده کړو بشپړ حق نه ورکول کېږي. ښاغلي کوراشي د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او مېرمنو حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.

نوموړي وويل، "د طالبانو د ناڅاپي فرمانونو په بنسټ د نجونو د زده کړې امکان ناڅرګند پاتې شوی دی. په کم عمر کې د نجونو ودول او د هغو ښځو او نجونو بندي کول، چې له نارینه محرم پرته له کوره بهر وځي. زه یو ځل بیا د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او آزادیو د ساتنې غوښتنه کوم."

د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسمبلۍ مشر له طالبانو وغوښتل چې د جنډر، توکم، مذهب/عقیدې یا سیاسي تړاو پرته د ټولو افغانانو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. د خبریالانو او مدني ټولنو فعالانو او د بشري مرستندویه بنسټونو کارکوونو خوندیتوب ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ۱۱۶ رایو په اساس د طالبانو په اړه یو پرېکړه لیک هم تصویب شو. هېڅ یو هېواد دغه پرېکړه لیک ته مخالفه رایه ورنکړه خو د روسیې، چین او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه. دا پرېکړه لیک قانونا الزامي نه دی، خو له اخلاقي پلوه مهم بلل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انتیه لندرتسي د دغه پرېکړه لیک متن ولوست او ویې ویل چې دا پرېکړه لیک طالبانو ته ښکاره پیغام لري او هغه دا چې د دغو اقداماتو له ترسره کېدو پرته د دغې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې په لوري به ګامونه نه اخیستل کېږي.

هغې وویل، طالبانو د افغانستان واګي په لاس کې اخیستي، خو د افغانانو پر وړاندې خپل مسوولیت نه تر سره کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق بیا وویل، طالبان د یوه پراخ بنسټه او حساب ورکوونکي حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي او دې چارې د خلکو په ژوند بده اغېزه کړې ده.

فایق له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر وايي، د ۲۰۲۱ کال ډراماتیک بدلونونو د افغانستان اقتصاد ته ډېر زیانونه اړولي او ډېر امنیتي خطرونه یې پراخ کړي دي."

د هغه په وینا، مخدره توکي اوس د دغه هېواد ترټولو لوی اقتصادي سکتور جوړوي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر راپور ورکړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی دی.

هغه وايي موږ پوهېږو چې دا مخدره توکي چېرته لېږل کېږي. او په دې هم پوهېږو چې څوک له دې مخدره توکو ګټه اخلي.

د نشه يي توکو د قاچاق ګواښ د ترهګرۍ، سیمه ییز او نړیوال امنیت له ګواښ سره تړلی دی.

ښاغلی کوراشي وايي، "د حقاني شبکه او القاعده په افغانستان کې د فعالو ترهګرو سازمانونو له ډلې دي. "

هغه ټینګار کړی، دا مهمه ده چې طالب مشران د ترهګرۍ ضد جدي خبرو اترو کې ښکېل شي او دغه هېواد ته د بهرنیو سخت دریځو د بېرته ورستنېدو مخه ونیسي. او خپل جنګیالي پرېنږدي چې په نورو هېوادونو کې په بهرنیو ترهګرو جنګیالیو بدل شي.

هغه زیاته کړې، افغانستان باید هېڅکله یو وار بیا د ترهګرو په ځاله او امن ځای بدل نشي.

هغه پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې مرستې وکړي. دی وایي، په دغه هېواد کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالره راټولولو غږ شوی وو، خو تر اوسه یې نیمايي برابر شوي دي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د چین او روسیې او پاکستان استازو بیا د امریکا له ‌خوا د افغانستان بانک په کنګل کړې پانګه نیوکه وکړه او تازه تصویب شوی پرېکړه‌ لیک یې نا متوازن وباله.

طالبانو د ملګرو ملتونو وروستیو څرګندونو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې څو ځله ویلي وو چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او د همه ‌شموله حکومت جوړول یې د طالبانو د اوسني حکومت کار بللی، نه د نړیوالې ټولنې.

د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي په اړه پر طالبانو د ملګرو ملتونو غږ داسې مهال شوی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پارکونو او جیم یا ورزش ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی. ورته مهال رپوټونه وايي چې په مزار او ځینو نورو ولایتونو کې حمامونو ته د ښځو ورتګ هم منع شوی دی.