تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر ۱۳ حکومتي څوکیو کې تازه ګومارنې کړې
په افغانستان کې د طالبان حکومت وايي، مشر یې شیخ هبت الله اخندزاده په بېلا بېلو ولایتونو او ادارو کې ۱۳ نوې کسان ګومارلي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د دغو ګمارنو اعلان کړی.
په تازه ګومارنو کې د اوو ولایتونو خوست، بلخ، زابل، بدخشان، سمنګان، فاریاب او جوزجان والیان نوي شوي دي.
د زابل اوسنی والي ملا بسم الله اخند د خوست والي په توګه ټاکل شوی او د خوست والي مولوي محمد نبي عمري بیا د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال ګومارل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال ملا محمد داود مزمل بیا د بلخ والي مقرر شوی دی. د بلخ اوسنی والي مولوي قدرت الله ابو حمزه بیا زابل ولایت ته تبدیل شوی.
طالبانو د یو شمېر ولایتونو لپاره پوځي کسان هم ټاکلي دي. په دغه لړ کې شمالي ولایت بدخشان ته د ستر درستیزۍ د هوايي قومندانۍ قومندان مولوي امان الدین منصور والي ټاکل شوی دی.
د بدخشان اوسنی والي مولوي عبدالغني بیا د عدلیې وزارت د اداري او مالي مرستیال مقرر شوی.
دغه راز د هلمند امنیه قومندان ملا عبدالاحد فضلي د سمنګان والي شوی.
د جوزجان فعلي امنیه قومندان قاري محمد اسماعیل راسخ د همدې ولایت والي شوی.
د جوزجان والي ملا محمد شعیب رسالت بیا فاریاب ولایت ته تبدیل شوی.
پر طالبانو نېوکه دا کېږي چې په حکومت کې یې له یوې مخې د خپلې ډلې کسان ګومارلي دي.
ځینې دا هم وايي چې په مهمو مسلکي او تخنیکي څوکیو یې د خپلې ډلې داسې کسان ګومارلي چې وړتیا یې نه لري.