تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د خپلې کابینې او نورو دولتي ادارو لپاره نوې ګومارنې اعلان کړې
د طالبانو د مشر مولوي هبة الله اخندزاده له خوا د طالبانو کابینې ته نوي وزیران، مرستیال وزیران او د ځینو ادارو مشران او مرستیالان ګومارل شوي دي.
په تېرو دوو اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د طالبانو په حکومت کې د وزارتونو او معینیتونو پر کچه پراخ بدلونونه رامنځته کېږي او نوي کسان پر دندو ګومارل کېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د نویو ټاکنو اعلان وکړ.
د دې اعلان له مخې ۲۷ نوي پر دندو ګومارل شوي چې دوه یې وزیران دي. د دې نویو ګومارنو له مخې مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت د چارسمبالي او ملا محمد عیسی اخوند د پېښو ضد وزارت د چارسمبالي په توګه ګومارل شوي دي.
شهاب الدین دلاور په قطر کې د طالبانو د دفتر مهم غړی او د دې ډلې له خوا له امریکايي لوري سره د مرکچې پلاوي غړی و. نوموړی د طالبانو مخکيني مشر ملا محمد عمر ته نژدې کس بلل کېده، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د سترې محکمې مرستیال او په ریاض کې د طالبانو د رژیم سفیر وو.
نوموړی همدراز د هغو طالب مشرانو له ډلې دی چې د ملګرو ملتونو له خوا پرې بندیزونه لګول شوي دي.
په دې ډله کې اووه تنه د مرستیالو وزیرانو او څو تنه د مستقلو ریاستونو او نورو ادارو د مشرانو او مرستیالانو په توګه ګومارل شوي دي. د ملي تدارکاتو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارو لپاره نوي چارسمبالي مشران ټاکل شوي دي.
په دې ډله کې مولوي فتح الله منصور چې ویل کېږي د طالبانو د وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور زوی دی د کندهار د هوايي ډګر د مشر په توګه ګومارل شوی دی.
د طالبانو د اعلان له مخې نوي ګومارل شوي کسان ټول مولویان او ملایان چې دیني زدکړې یې کړي دي.
له دې نویو ګومارنو هم داسې ښکاري چې د نورو برخو متخصصینو او د طالبانو له تنظیمي ادارې د باندې کسانو ته په کابینه کې ځای نه دی ورکړل شوی.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د دې نویو ګومارل شويو کسانو په اړه بي بي سي ته وویل چې دا کسان په خپله کاري برخه کې پوه او کاري تجربه لري.
نوموړی وايي له دغو کسانو ځينو په کميسیونونو کې کار کړی او وايي تمه لري له دې ټاکنو وروسته به په کاري برخه کې د پام وړ بدلون راشي.
نړیوالې ټولنې په ټینګار ویلي چې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلو لپاره اړینه ده چې ټولګډونی حکومت رامنځته شي او د نورو کسانو ترڅنګ ښځو ته هم ونډه ورکړل شي.