تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه نیوز وېب پاڼې تړلې دي
- Author, نجما ځلا
- دنده, بی بی سي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هشت صبح ورځپاڼې او زاویې مېډیا ویب پاڼې یې تړلې دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت چارواکي تور پورې کوي چې دغه "دوه رسنۍ یې د درواغجنو خبرونو خپرولو له امله تړلې دي."
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي بي بي سي پښتو ته وویل " یادو رسنیو د ژونالیزم اصول نه مراعتول او تر ډېره یې درواغجن رپوټونه خپرول."
ښاغلی الکوزی ادعا کوي چې دغو رسنیو د دوی د حکومت مشرانو پورې تورونه تړل.
خو د زاویه نیوز شبکې پر خپله ټوېټر پاڼه یو لنډ ټویټ کې د طالبانو دا ګام د بیان د ازادۍ ضد کړنه بللې.
یاده شبکه وایي: "ز اویه نیوز بیان آزادۍ ته د ژمنې او بې پرې رسنۍ په توګه تل هڅه کړې، چې د افغانستان له ګوټ - ګوټه د خلکو غږ پورته او پر دوی روانو ظلمونو ته انعکاس ورکړي".
په همدې حال کې، هشت صبح ورځپاڼې پر خپله فېسبوک پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاڼې پخوانی ادرس یې تړل شوی خو وايي ټوله محتوا یې خوندي ده.
هشت صبح زیاتوي چې د وېب پاڼې لپاره یې نوی ادرس جوړ کړی دی. هشت صبح په افغانستان کې له نژدې ۱۵ کلونو راهیسې خپرېږي چې دا وروستیو کې چاپي بڼه بنده شوې او یوازې پر انلاین بڼه خپرېږي.
په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان د هشت صبح ورځپاڼې د وېب پاڼې د تړل پر آزادو رسنیو او بیان پر آزادۍ د طالبانو د ګوازرونو بل سند بللی.
د بښنې نړیوال سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې د وینا آزادۍ او د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو لپاره خوندي چاپېریال را منځته کړي او هغوی ته په خپلواک ډول د راپور ورکولو اجازه ورکړي.
دغه نړیوال بنسټ پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره د دغې ورځپاڼې وېب پاڼه بېرته پرانیزي او د خبریالانو د دوامدارې ځورونې موارد وڅېړي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو د حکومت دغه ګام په سختو ټکو غندلی دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي "دغه ګام د رسنیو د خپلواکۍ او د مالوماتي ټکنالوژۍ له ټولو نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغړونه ده."
پر افغان رسنیو د محدودیتونو په لړ کې دا لومړی ځل دی چې طالبان د دوو رسنیو وېب پاڼې تړي.
پخوا هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بي بي سي پښتو او اشنا تلوېزیونو په ګډون د نورو نړیوالو رسنیو خپرونې بندې کړې دي.
په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان وايي، له هغې راهیسې چې طالبان پر دغه هېواد واکمن شوي، کاري چاپیریال په کمساري ډول محدود شوی دی.
طالبان بیا ادعا کوي چې افغانستان کې رسنۍ نه دي محدودې شوې، خو وایي هېڅ رسنۍ ته به اجازه نه ورکوي چې، د دوی په ټکو، د 'ملي ګټو پر ضد ' خپرونې وکړي.