طالبانو کابل کې د خصوصي تلویزیون له درې نیول شویو خبریالانو 'دوه خوشي کړي'

په افغانستان کې د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون یوه مسوول تایید کړې، چې د طالبانو له خوا پرون د دغه ټلویزیون له دریو نیول شویو کارکوونکو څخه دوه یې بېرته خوشي شوي دي.

لطف الله نجفي زاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د طلوع نیوز خبري څانګې مشر خپلواک ساپی او د ټلویزیون حقوقي سلاکار له پوښتنو وروسته بېرته خوشي شوي، خو ویاند بهرام امان لاهم له طالبانو سره بندي دی.

طالبانو د دوی دنیول کېدو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.

یوې باوري سرچینې له دې مخکې بي بي سي ته تایید کړه چې د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز درې کارکوونکي نیولي او "نامالوم ځای ته یې لېږدولي دي."

دا سرچینه وايي پرون (پنجشنبه) ماښام شاوخوا ۱۵ کسان چې ظاهرآ د طالبانو د استخباراتو ځواکونه وو، کابل کې د طلوع نیوز تلویزیون دفتر ته ننوتل، د دې شبکې رئیس خپلواک ساپی، ویاند بهرام امان او د دې تلویزیوني شبکې یو بل کارکوونکی یې ونیول.

طلوع نیوز په افغانستان کې له لومړنیو خصوصي خبري تلویزیوني شبکو ده چې له کلونو کلونو راهیسې د "موبې ګروپ" په اډانه کې فعالیت کوي.

دې شبکې او په ټوله کې د موبې ګروپ نورو رسنیو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم له کابله خپرونو ته دوام ورکړ.

طلوع نیوز د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو دوه ورځې وروسته د ښځینه کارکوونکو په کوربتوب خپلې سیاسي او خبري خپرونې له سره پیل کړې چې دا موضوع هغه مهال خبرسازه شوې وه.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دفتر چې امنیت شورا یې همدا نن (پنجشنبه) ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه، د وسله والو کسانو لخوا د دغو خبریالانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې.

د یوناما د ټویټر په پوست کې ټینګار شوی چې دغه ژورنالیستان باید سملاسي خوشې شي.

طالبانو د کابل تر نیولو وروسته مخکې هم څو ځله کورني او بهرني خبریالان او مدني فعالان نیولي خو رسمآ یې د هغوي د نیولو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دغه خبریالان او فعالان وروسته د نړیوالو فشارونو پایله کې بېرته خوشې شوي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه افغانستان کې د بیان ازادۍ د ځپل کېدو او د ژورنالیستانو په نیول کېدو اندېښنه ښيي.

په دې لړ کې تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریال ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې له نيمايي ډېرې خصوصي رسنۍ تړل شوې یا یې خپرونې محدودې کړې دي.

د دغه مرکز یوه مشر شاه محمود شینواري بي بي سي ته ویلي د دوی ارزونې ښيي چې د طالبانو دوره کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی ډېر شوی.

هغه ویلي: "له خبریالانو سره تاوتریخوالی د تېر کال پر تله زیات شوی. خو د خبریالانو د وژل کېدو په برخه کې د اسلامي امارت له راتګ سره دا کچه ټيټه وه."