تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لپاره افغان ملي لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرېکټ بورډ راتلونکې اکتوبر میاشت کې اسټرالیا کې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
دې لوبډله کې ټولټال پنځلس لوبغاړي شامل دي او محمد نبي به یې کپتان یا لوبډلمشر وي. د دوی ترڅنګ څلور احتیاطي لوبغاړي هم دې لوبډله کې اخیستل شوي دي.
په لوبډله کې محمد نبي، راشد خان حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، دروېش رسولي، عثمان غني، عصمت الله عمرزی، مجیب ځدراڼ، سلیم ساپی، فضل فاروقي، فرید احمد ملک، قیس احمد او نوین الحق شامل دي.
لیدل کېږي چې په دې لوبډله کې شپږ توپ وهونکي، درې آلرونډران او شپږ بالران توپ اچوونکي اخیستل شوي.
له رحمان الله ګربز پرته بل کوم بشپړ وېکټ کیپر لوبډله کې نشته، خو افسر ځاځی احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی دی.
احتیاطي لوبغاړو کې د افسر ځاځي ترڅنګ د لوبډلې پخوانی کپتان ګلبدین نایب، رحمت شاه او شرف الدین اشرف هم شامل دي.
د یادونې ده چې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه پیلېږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه کې له انګلنډ سره مخ کېږي.
افغانستان به خپل ګروپ کې د اسټرالیا او نیو زیلنډ په څېر لوبډلو سره هم لوبېږي، او دوه نورې لوبډلې به هم د غوراوي پړاو له سیالیو وروسته دې ګروپ ته ور شاملې شي.
تمه کېږي چې افغان ملي لوبډله به دې نړیوال جام ته د چمتوالي په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو سره درې تمریناتيلوبې کوي، او وروسته به د نړیوال جام لپاره روزنیر کمپ هم لګول کېږي.