د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تېر یو کال له غميزې ډک کال و

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي، یو کال وړاندې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دوی د بشر حقونو او ښځو د حقونو په اړه ګڼې ژمنې ماتې کړې دي. دغه سازمان "د طالبانو د واکمنۍ تېر یو کال له غمیزې ډک کال" بللی دی.

په دې رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ (اګسټ ۱۱مه) خپور شوی، ویل شو ي کله چې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه، طالبان کابل ښار ته ننوتل، د ښځو او نجونو پر حقونو یې سخت محدودیتونه ولګول،‌ رسنۍ یې وځپلې او د نورو سرغړونو سربېره یې خپل منتقدین او مخالفان په خپلسري ډول توقیف کړل،‌ وربړول او له محاکمې پرته یې "اعدام" کړل.

رپوټ کاږي، د طالبانو دا سرغړونې په پراخه کچه وغندل شوې او د افغانستان د ناوړه بشري وضعیت د حل لپاره "نړیوالې هڅې له خنډ‌سره مخامخ شوې او اقتصاد یې سقوط‌ کړی".

په رپوټ کې د بشري وضعیت د خرابېدو یو لامل پر افغانستان د نړیوالو مرستو درېدل ښودل شوي او د طالبانو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه محدوده شوه، چې په دې سره د افغانستان له ۹۰ سلنه ډېر وګړي له تېر یوه کال راهیسې د خوړو له خوندیتوب محروم او د فقر لوري ته نژدې کېدونکي دي.

د رپوټ په وینا، له تېر یوه کال راهیسې افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې، فقر او مسکنت ورسره زیات شوی چې د میلیونونو ماشومانو پر خوارځواکۍ یې ناوړه اغېز کړی دی.

په رپوت کې د بشری حقونو د څار سازمان د افغانستان د چارو څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، افغانان د طالبانو د سختو قوانینو او محدودیتونو او د نړیوالو د بې تفاوتۍ قربانی شوي.

اغلې عباس‍ي پر دې اند ده که بهرني حکومتونه پر طالبانو جدي فشار رانه وړي، "د افغانستان راتلونکی به تیاره وي".

رپوټ چمتو کوونکي وايي، دا په اقتصادي ډګر کې د نړیوالو مالي مؤسسو او حکومتونو له لوري د افغانستان د بانکولۍ سکټور د محدودولو په مانا دي.

رپوټ زیاتوي چې لوږې او بې کارۍ خلک پکو کړي دي او د افغانستان نژدې نیمايي نفوس (شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک) له بحران سره مخامخ دي، "ځینې وګړي د ورځې یو وخت خواړه نه لري یا ان ټوله ورځ خواړه نه خوري".

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې خپل نظام کې د ځینو ستونزو رامنځ ته کېدل منلي خو وايي حل لاره ورته لټوي.

رپوټ په پای کې لیکي، که ملګري ملتونه او نورې مرستندویه تولنې په روان کال کې د مرستې خپل فعالیتونه ډېر نه کړي، افغانستان کې به بشري وضعیت لا نور خراب شي.