"طالبانو او امریکایانو د افغانستان کنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړې"

رویټرز خبري اژانس پخپل یوه رپوټ کې ویلي، د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو په تړاو دریو سرچینو خبرو ته په اشاره ورته ویلي چې بهر کې د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو زېرمې خوشي کولو په تړاو دواړو غاړو خبرې کړې دي.

دا پیسې اوس په یوه امانتي صندوق کې ساتل کېږي او هڅه دا کېږي چې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د لیرې کولو لپاره له کنګل حالت راووځي.

که څه هم د طالبانو د حکومت او امریکا د ادارې ترمنځ اختلافات شته. د بېلګې په ډول په افغانستان بانک کې د طالبانو له خوا د جګپوړو سیاسي کسانو ګومارل چې امریکا ورسره مخالفت لري او په دوی کې ځینې داسې کسان دي چې لاهم د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې دي.

ځینې کارپوهان وايي، دا ډول خوځښت به د هغې ډلې مالي سیستم ته د باور ستنېدو کې مرسته وکړي چې یو کال وړاندې افغانستان کې واک ته ورسېده او بهرني هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: "په داسې حال کې چې طالبان د تامیني صندوق مفهوم نه ردوي، خو د امریکا له هغه وړاندیز سره مخالف دي چې ګنې یو دریم کس دې د دغه صندوق پر ستنېدونکو زېرمو کنټرول ولري."

د یوې امریکايي سرچینې په وینا- چې خپل نوم یې نه دی ښودلی- امریکا له سویس او نورو هغو ټولو اړخونو سره خبرې کوي چې د تامیني صندوق میکانیزم جوړولو کې دخیل دي او پرېکړه یې دا ده چې پر دې مسلې دې یو نړیوال هیأت دې وټاکل شي.

دغه امریکايي سرچینه وايي، یوه "نمونه یا موډل" د افغانستان د بیارغونې د هغو پیسو صندوق لپاره ټاکل کېدای شي چې نړیوال بانک یې اداره کوي چې په دې سره به کابل بهرنۍ انکشافي مرستې ترلاسه کړای شي.

افغان – امریکایی اقتصاد پوه شاه محرابي چې د افغانستان بانک د عالي شورا غړی هم دی، وايي: "تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې."

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزات او د سویس د بهرنیو چارو فدرالي ادارې په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه، د افغانستان بانک هم له غبرګون ښودلو ځان په څنګ تېر کړ.‌

د افغانستان اړوند څه د پاسه نهه میلیارد ډالر پانګه له افغانستان بهر ساتل شوې چې ۷ میلیارد ډالر یې امریکا کې دي. دا پیسې تېر کال اګسټ کې له امریکا سر افغانستان کې تر شل کلنې جګړې وروسته پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بهر کې پاتې شوې.

واک ته د طالبانو بېرته رسېدو راهیسې ډېری بهرنیو هېوادونو او د بشر حقونو ډلو پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو، له محاکمې پرته وژنو او د ښځو د ازادۍ په سلبولو تورن کړي، خو طالبان د بشر حقونو د سرغړونو ډېری رپوټونه نه مني.

نړیواله ټولنه له طالبانو د ښځو او نورو حقونو غوښتنه کوي. طالبانو ژمنه کړې وه چې د بشر حقونو د سرغړونو پلټنه به کوي او د شریعت په چوکاټ کې به د افغانانانو د تعلیم او د وینا د ازادۍ حقونو خوندیتوب ته پام کوي.

'مثبت ګام'

د طالبانو یو جګپوړی چارواکی او دیپلومات ښاغلی محرابي واييو تېره میاشت دوحه کې د خبرو پرمهال طالبانو د افغانستان د شمتنو د خلاصدېدو لپاره د یوه میکانیز په اړه د امریکا وړاندیزونو ته خپل ځواب امریکايي چارواکو ته وسپاره.

محرابي وايي، دا په ټولیز ډول یو مثبت ګام دی، چې طالبانو د امریکا وړاندیز نه دی رد کړی، ‌خو د طالبانو ضد وړاندیز یې لا نه دی لیدلی.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی دی. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ویشل کېږي.

ټاکلې د دغو پېسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړ شي او پاتې نیمې د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره فبرورۍ میاشت کې وویل، دا پیسې چې بایډن بېلې کړې دي، په بالقوه ډول د افغانستان بانک له پانګونې سره یوځای کېدای شي او د افغانستان شل شوی بانکي سیستم پرې رغېدلی شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانک د بهرنیو زېرمو د بندېدو، د واشنګټن او نورو نړیوالو مرستو درېدو له کبله د افغانستان اقتصاد له مخ پر ځوړ حالت سره مخامخ شوی.

ملګري ملتونه وايي، میلیونه افغانانو تېر ژمی کافي خواړه نه لرل،‌ خو د کارپوهانو په وینا، دا کنګل شوې پیسې به د افغانستان د اقتصادي کړکېچ بېرته سمولو کې مرسته وکړي.

د نړیوال بانک د رپوټ له مخې، افغانستان کې د ډالر کمی دوام لري، بېکاري او لوږه په ډېرېدو ده، د توکو بیې لوړې شوې، وچکالۍ، طبیعي ناورینونو او ناروغیو خلک ځپلي او پر اوکرایین د روسیې یرغل نړۍ د غلو دانو له اړخه له کړکېچ سره مخامخ کړې ده.‌

د کړکېچ نړیوالې ادارې جپګوړی سلاکار ګرېم سمېت وايي: "تاسو یوه داسې بانک ته اړتیا لرئ چې د ونډو بازار او ارزښت مهار کړای شي،‌ بیې کنټرول کړي، واردات ډاډمن کړي، دا اختیاري نه دي، خلک به خوړلو ته څه ونه لري."