جو بایډن د افغانستان ۷ میلیاردو ډالر کنګل شوې پانګې د وېش امر صادر کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی دی. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ویشل کېږي.

ټاکلې د دغو پېسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړ شي او پاتې نیمې د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

دغه قضیه د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د طالبانو خلاف ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.

وړاندې یو شمېر لویدیځو رسنیو ويلي و د امریکا حکومت پلان لري چې دغه هېواد کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ میلیار ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نیمه برخه ازاده کړي.

رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله لیکلي و چې دا ګام د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره اخیستل کېږي.

د جو بایډن حکومت پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نیویارک بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارده ساتل کېدونکي ډالر کنګل کړل.

د امریکا یوه قاضي تېره میاشت د جو بایډن حکومت ته د دې لپاره وخت ورکړ چې تر نن (جمعې) د دغو پیسو د برخلیک مالومولو لپاره یو پلان وړاندې کړي.

دا غوښتنه تر هغې وروسته وشوه چې د امریکا د کانګرس ځینو غړو او ملګرو ملتونو له امریکا په کلکه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دغه هېواد کې د روان اقتصادي کړکیچ له حل سره د مرستې لپاره ازادې کړي.

افغانستان پر امریکا سربېره بریتانیا، جرمني، سویس، متحدو عرب اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې هم ۲ میلیارډ ډالر لري.

د دغو پېسو ډېره برخه هم اوس کنګل ده.

طالبانو دا پرېکړه غندلې ده. د جمعې پر ورځ یوه ټویټر پیغام کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دا پرېکړه د افغانستان شتنیو 'غلا ' بللې او په وینا یې ''د مورال او اخلاقو ټیټوالی ښيي. ''

طالبانو هم په وار وار له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پېسې ازادې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د ۹ اعشاریه ۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بندیزونو له مخې طالبانو سره مالي راکړه ورکړه بنده ده خو د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه ملاتړ ته اجازه ورکړل شوې ده.