ولادمير پوتين: امريکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له لوېديځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشري اړتياوو په خاطر د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

نوموړي چې په روسيه کې د پانګونې يوه فورم ته خبرې کولې وويل، "له افغانانو سره د مرستې لپاره اړينه ده چې لږترلږه په لوېديځو بانکونو په ځانګړې توګه امريکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازده کړل شي".

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې افغان طالبانو په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره کتلي دي او طالبان وايي په دې ناسته کې يې له امريکا غوښتي چې په سملاسي توګه د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

یاده دې وي چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

ښاغلي پوتين ويلي، "دا اړينه ده چې شتمني له کنګل وايستل شي ترڅو خلکو ته د بنسټيزو ستونزو د هواري فرصت ورکړل شي، د روغتيايي تجهيزاتو پېرودلو، درمل، د ماشومانو ملاتړ لپاره وکارول شي. دا شونې ده. دا پيسې به د وسلو پر اخيستلو نه لګول کېږي، طالبان وسلو ته اړتيا نه لري. طالبان د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې لري، چې هلته پرتې دي".

څو ورځې وړاندې د بښنې نړيوال سازمان ويلي وو چې پر افغانستان دې هغه اقتصادي بنديزونه سملاسي ختم کړل شي چې په دې هېواد کې يې د روغتيا، خوړو رسولو او نورو بنسټيزو خدمتونو مخه نيولې ده.

همدا ډول ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې احتمال شته په راتلونکو څو مياشتو کې د دې هېواد ۹۷ سنله وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.