تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې ختمې شوې
افغان طالبان وایي، دوحه کې یې له امریکایي پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې په ښه فضا کې ترسره شوې او د سه شنبې پر ورځ ختمې شوې.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي په دې خبرو کې د افغان طالبانو استازیتوب کاوه.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره مل پلاوي په دې ناسته کې ګډون کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي، روغتیایي، معارف، امنیتي او بشري موضوعاتو خبرې شوې دي.
ښاغلي بلخي لیکلي، طالبانو له امریکایانو غوښتنه وکړه چې په سملاسي توګه دې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
نوموړی وایي، پر امریکایي لوري یې غږ کړی چې سیاسي ملاحظات دې له بشري مسایلو سره نه ګډوي.
طالبانو همدا راز پر خپلو مشرانو د بندیزونو، او له تور لېسته د خپلو ځینو مشرانو د ایستلو په اړه هم له امریکایي پلاوي سره خبرې کړې دي.
د دواړو خواو تخنیکي ډلو هم جلا ناستې ترسره کړې دي او طالبان وایي، هوکړه شوې ده چې راتلونکي کې هم دا ډول کتنو ته دوام ورکړل شي.
یاده دې وي چې له امریکایي پلاوي سره له دې کتنې وړاندې د طالبانو پلاوي دوحه کې د اروپایی ټولنې له استازو سره هم کتلي دي.
دا کتنې په داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او ملګرو ملتونو دې هېواد کې د خوړو کموالي او د ژمي د راتلو له کبله د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
امریکایي چارواکو تر اوسه دوحه کې طالب پلاوي سره د خپلې وروستۍ کتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه د طالبانو غوښتنې رد کړې دي.
امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونه وایي، افغانستان سره بشري مرستو ته چمتو دي، خو طالبانو سره به د دې ډلې کړنو او تګلارو ته په کتو چلن کوي.
په ورته مهال نړیوال بانک ویلي، پر یوه داسې طرحه کار کوي چې له مخې به یې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ پنځه سوه میلیونه ډالره د مرستندویه ادارو په واک کې ورکوي.
تمه کېږي چې نړیوال بانک به دا پیسې د ملګرو ملتونو ته سپاري، او ملګري ملتونه به یې افغانستان کې د روان بشري ناورین مهارولو لپاره کاروي.