تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې 'زرګونه کسان په کولرا اخته شوي'
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د افغانستان له څو شمالي ولایتونو د کولرا ناروغۍ د خپرېدو رپوټونه ورکړ شوي دي. ډاکټرانو یې په جوزجان کې شمېر زرګونه ښودلی چې له امله یې د یو شمېر کسانو د مړینې خبرونه یې هم خپاره شوي دي. په بلخ کې بیا روغتیايي چارواکي د ناروغانو شمېر لسګونه ښيي.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت په شمالي او نورو ولایتونو کې د کولرا ناروغۍ خپرېدل ردوي او سخته نس ناسته یې بولي.
بلخوا په سوېلي ولایتونو، زابل، کندهار، او هلمند کې هم کولرا د ورته سختې نس ناستې پېښې په ډېرېدو دي چې لامل یې ناپاکې اوبه او سېلابونه ګڼل کېږي.
د جوز جان ولایت کې د عامې روغتیا رییس قاري عبدالغني صمیم بي بي سي ته ومنله چې نژدې اوه زره کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي او او لږ ترلږه ۱۲ کسان ترې مړه شوي دي.
ښاغلی صیمیم وايي چې اوس حالت کنترول کې دی او هغو سیمو ته چې ناورغي په کې خپره شوې ده روغتیايي ډلې ورغلي دي.
د جوزجان د عامې روغتیا رییس وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان او د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ورسره د ناروغۍ په کابو کولو کې ډېره مرسته او همکاري کړې ده.
بل لور په بلخ ولایت کې هم د کولرا ناورغۍ د خپریدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په مزارشریف کې د بو علي سینا بلخي روغتون مشر ډاکتر غوث الدین انوري هم غلته د کولرا پېښې تایید کړې دي.
د طالبانو په حکومت کې روغتیا وزارت بیا په شمالي ولایتونو کې خپره شوې ناروغي کولرا نه بلکې شدیده نس ناستې بولي. که څه هم د یاد وزارت چارواکي نه تاییدوي چې خپره شوې ناورغي دې کولرا وي، د هوا ګرمېدو او په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونو د کولرا ناروغۍ د خپریدو احتمال ډېر کړی دی.
د افغانستان په درېو سوېلي او سوېل لویدیځو ولایتونو کې هم روغتیايي چارواکي وايي چې 'کولرا ته د ورته ساري ناروغۍ ' پېښې په ډېریدو دي چې پرې اخته کسان یې له شدید نس ناستي سره مخامخ کړي دي.
دې ناروغۍ تر اوسه د هلمند په باغران ولسوالۍ کې تر ټولو ډېر یاني شل تنه مړه کړي او کندهار او زابل کې هم خپره شوې ده.
د زابل ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حلکیمي وايي له پیل راهیسې یوازې زابل کې شاخوا ۴ زره کسان د سختې نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي.
په داسې حال کې د عامې روغتیا وزارت وايي لا په دې اړه څېړنې روانې دي چې مالومه کړي، چې خپره شوې ناورغي کولرا ده او که نه، روغتیا پالان وايي چې د خپرې شوې ناورغۍ نښې نښانې د کولرا په څېر دي.
ډاکټران وايي کولرا او د سختې نس نستې ناروغي له ککړو اوبو او خوړو پیدا کېږي او له یوه کسه بل ته لېږدي. خلک څنګه کولای شي چې د ناورغۍ د خپرېدو پرمهال پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي وکړي.
دا اندېښنې لا له وړاندې وې چې د هوا له تودېدو او ورسره مله ویجاړوونکي سېلابونه به ځايي خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کړي.
ورپسې د لوی اختر راتګ، چې خلک پکې د عادي ورځو پرتله د قربانۍ غوښې ډېرې خوري، دا خطر ډېر کړ. اوس داسې ښکاري چې کولرا ته ورته د ساري ناروغۍ څپه د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په خپرېدو او پراخېدو ده.