تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند؛ "کولرا ناروغۍ شاوخوا ۲۰ تنه مړه کړي"
د افغانستان په سویل هلمند کې د طالبانو حکومت د روغتیا برخې مسولان وايي چې دغلته د کولرا ناروغۍ له کبله د مړو شویو شمېر لوړ شوی دی.
که څه هم په دې اړه ضد و نقیض شمېرې ورکول کېږي خو د هلمند د والي ویاند بي بي سي پښتو ته ویلي چې په باغران ولسوالۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۰ ته رسېدلی دی.
مولوي محمد قاسم ریاض وايي، "نژدې ۲۰ تنه شهیدان شوي او ۱۲۰ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي".
د هلمند د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې پر دې ناروغۍ تر ډېره ماشومان اخته شوي دي چې د درملنې لپاره د باغران ولسوالۍ کلېنېک ته وړل شوي دي.
د ښاغلي ریاض په خبره، د عامې روغتیا رییس له یو لړ طبي مرستو سره سیمې ته رسېدلی دی او د ناروغۍ د کنټرول په موخه روغتیايي ډلې هم ور استول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په وینا، په نړۍ کې څه باندې دوه میلیارده انسانان پاکې اوبه نه شي موندلای او له همدې کبله په کولرا د اخته کېدو له خطر سره هر مهال مخامخ دي.
کولرا ناروغي چې د ککړو اوبو له کبله خپرېږي، هر کال نړۍ کې تر ۱۰۰ زرو پورې انسانان وژني.
ډاکتران وايي، د مالګي او ریهایډرېشن یا بدن کې د اوبو پوره کولو له لارې د دغې ناروغۍ درملنه هم اسانه ده او که خلک پاکو څښاک اوبو او تشنابونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري مخنیوی یې هم کېدای شي.
د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان وايي د درملنې کمزوري نظامونه او په لومړي سر کې د وبا خپرېدو نه مخنیوی هم د دې سبب کېږي، چې کولرا ناروغي په ډېره چټکۍ خپره شي.