افغانستان کې وروستيو سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي او ۳۲ ټپيان کړي

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو حکومت وايي، د وروستیو بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو په ځینو ولایتونو کې کڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستيال مولوي شرف الدين مسلم بي بی سي ته ویلي، تر دې مهال ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، د دغو سېلابونو له امله په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ کورونو نړېدلې او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه هم خرابه شوې ده.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ مشر وايي، د يکشنبې شپه د دې ولایت مرکز کې سېلابونو پنځه کسان وژلي او دوه نور ټپیان دي.
مولوي حبیب الله مجاهد وايي، سېلابونو هلته پنځوس کورونه هم ویجاړ کړي.
بله خوا په ختیځ نورستان ولایت کې هم سېلابونو لږترلږه نهه کسان وژلي او نهه نور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، TALIBAN
تر ډېره د نورستان واما ولسوالۍ کوردر سیمه سېلابونو ځپلې ده.
باختر خبري اژانس وايي، هلته د سېلابونو سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه هم وړې او د نورستان – کونړ ترمنځ نښلوونکی پُل یې هم ویجاړ کړی دی.
بله خوا،د وردګو ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، تېره شپه په جغتو ولسوالۍ کې تېز بارانونه شوي چې ځاني تلفات نه لري خو په وینا یې زرګونه جرېبه ځمکه یې لاندې کړې ده، شمسۍ یې وړې او درې پلونه یې نړولي دي.
دا سېلاب د جغتو ولسوالۍ سوېلي برخه کې د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ خوا ته راوتلي دي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي وو، د کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزنى او زابل په ګډون د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د لا ډېرو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.
د چنګاښ پر ۱۵مه (جولای اومه) د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

د عکس سرچینه، TALIBAN
څو ورځې وړاندې په زابل، د کابل-کندهار پر لویه لار، وردګو، غزني او ننګرهار ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.
د یادولو ده چې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د غنمو او مېوو په ګډون د ځينو کرنیزو حاصلاتو د ټولولو وخت دی چې دا ډول سېلابونه لوی زیان ور اړوي.










