افغانستان کې ورښت او سېلابونه؛ زابل کې شل تنه وژل شوي

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي

د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې بي بي سي ته ویلي، چې په دغو پېښو کې د مړو شمېر ښايي لا لوړ وي، ځکه چې له ځینو لرې پرتو اغېزمنو سیمو لا کره مالومات نه دي ور رسېدلي.

د افغانستان زابل ولايت په ځینو ولسواليو کې وروستیو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي، چې د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې تر دامهاله شلو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د زابل ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وايي، د مرګ ژوبلې دغه پېښې په بېلابېلو ولسواليو کې رامنځته شوې، چي یوازې ۷ تنه په دايچوپان ولسوالۍ د وزي سيمې د صادق په کلي د يوې کورنی غړي د سيلاب اوبو وړي دي، چې د درې تنو جسدونه يې موندل شوي او څلور تنه نور يې هم لا نادرکه دي.

یادو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د زابل ولايت په ډېرو ولسواليو کې کرنیزې ځمکې او حاصلات له منځه وړې، د خلکو کورونه یې نړولي او زیات شمېر شمسۍ یې هم ماتې کړې دي.

بله خوا د زابل سرپرست والي سلیمان آغا بهیر د دې ولایت ټولو ولسوالانو ته هدایت وکړ چې د اختر په مناسبت دې رخصتي نه کوي، په خپلو ځایونو کې دې پاتې شي او د رامنځته شویو زیانونو سنجش دې وکړي چې له زیانمنو شویو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.

سېلاب زیانمن کړي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

اټکل دی چې په یادو ولسوالیو کې د ورښتونو، سېلابونو او توپانونو له کبله د رامنځ ته شوې مرګې ژوبلې کچ نور هم زیات شي، ځکه چې له ځینو لیرې سیمو سره اړیکې نه شته.

کابل-کندهار لویه لار

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د میدان وردګ او غزني په بېلا بېلو سیمو کې سپرلۍ وړونکي ګاډي څو ځایه ایسار پاتې وو، چې په ځینو سیمو کې یې د سر زیان هم اړولی.

د میدان وردګ ولایت په نژدې ټولو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو خبره شوې. په غزني کې د دوو ماشومانو او د ننګرهار په حصارک کې د دریو تنو مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.

په کونړ او نورستان کې هم د تلفاتو رپوټونه ورکړل شوي، خو تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

سېلابونه

د طالبانو حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولین وايي، لومړني معلومات ښيي چې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه کړي او ګڼ شمېر نور کسان یې ژوبل کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم بي بي سي ته وویل: ''د ځاني تلفاتو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی، چې د ځینو یې تر اوسه مړي هم نه دي موندل شوي، تر اوسه ۱۱ ټپیان لرو، حیوانات هم تلف شوي دي، چې تراوسه یې کره شمېر نه لرو، دغه راز کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې او زیات شمېر کورونو ته زیان اوښتی دی. ''

نوموړی زیاتوي چې په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي، ځکه یې معلومات نه لري.

ښاغلی مسلم زیاتوي، "دوه ورځې کېږي چې ورښتونو زور اخیستی او سېلابونه یې هم ډېر کړي دي چې ډېر توند دي او توپان هم ورسره مل دی".

دغه وزارت وايي چې سېلابونو تر ډېره وردګ، غزني، زابل، لوګر، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونه ډېر ځپلي او په ګڼو سیمو کې یې کورونه ویجاړ کړي او کرنیزې ځمکې او فصلونه یې له منځه وړي دي.

ښاغلی مسلم وايي، ولایتي مسولانو ته سپارښتنه شوې چې زیانمنو شویو سیمو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورسوي.

دی زیاتوي، "یو اندازه خوراکي او غیرخوراکي مواد لکه سرپناه شته خو کفایت نه کوي. موږ پر موسسو هم غږ کړی دی".

سېلابونه

د عکس سرچینه، EZATTULLAH SEDIQI

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي دا ورښتونه او سېلابونه دوام وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، د کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزنى او زابل په ګډون د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د لا ډېرو ورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.

سېلابونو د حاصلاتو د راټولو وخت سره سم راغلي

په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو د سختو ورښتونو خبرونه ورکول کېږي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په وردګ، غزني او زابل ولایتونو کې سېلابونو کرنیزو ځمکو، باغونو او پولچکونو ته زیانونه اړولي دي.

د یادولو ده چې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د غنمو، زردالو او توتانو په ګډون د یو ځينو کرنیزو حاصلاتو د ټولو وخت دی چې دا ډول سېلابونه لوی زیان ور اړوي.