نصیر احمد احمدي؛ "هغه لیکوال چې پښتو داستاني ادب یې ځوان کړ"

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

یادونه: دا رپوټ تېر کال د نصیر احمد احمدي د لومړي تلین پوره کېدو پر ورځ خپور شوی چې اوس یې تکرار خپرېږي.

نن د افغانستان د نوموتي لیکوال نصیر احمد احمدي لومړی تلین پوره شو. دی تېر کال پر کورونا اخته او روغتون کې بستر شوی و، خو تاب یې رانه ووړ او د چنګاښ پر ۱۹ نېټه د ۴۷ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

دی په پښتو داستاني ادبیاتو کې د خپلې ساده، روانې او انځوریزې ژبې له کبله مشهور او د ځانګړي سبک څښتن لیکوال ګڼل کېږي. په لنډ وخت کې یې شاوخوا ۲۵ اثار چاپ شوي چې ځينې ادیبان یې لیکوالۍ ته د هغه ژمنتیا بولي، خو وايي، پر اثارو یې څېړنې په کار دي چې له تجربو یې د نوې داستان لیکنې لپاره ګټه واخیستل شي.

د نوموتي افغان لیکوال نصیر احمد احمدي د ژوند کتاب هغسې ناڅاپه ټپ شو، لکه د یوه غمجن پای لرونکي ناول. چې لوستونکی په تمه وي، کومه معجزه به کیسه بیخي بدلوي. خو هغه د اصلي کرېکټر پر مړېنه او یا د دوو مینو پر بېلتون پای ته ورسېږي.

ده ته هم د ټولو سترګې وې چې له کورونا ډېر خلک رغېدلي دي‌ او د نصیر احمد احمدي تندرسته سټه به هم بېرته پرېدي. خو د دغه داستان لیکونکي خپل داستان هم د هغه د ګڼو مینه والو او خپلوانو د توقع خلاف پای ته ورسېد او تېر کال په همدې ورځ کورونا ژوند ترې واخیست.

خو د خپل عمر په لنډ وخت کې یې لیکنو داسې نوم ګټلی چې ړنګول او هېرول یې اسانه نه دي.

په ناول پسې ناول یې چاپېده او دی په پښتو داستاني ادب کې هغه مقام ته ورسېد چې په لنډه موده کې یې تر ټولو ډېر ناولونه لیکلي او چاپ کړي دي.

"حمزه بابا پښتو غزل ځوان کړ او احمدي داستاني ادب"

لیکوال او خبریال همایون هېواد وايي، "یو ناول به یې چاپ شو، ورپسې به یې بل راته. ځکه یې ډېر کم وخت کې ډېر ناولونه ولیکل. دی لیکوالۍ ته ډېر ژمن لیکوال و".

لیکوالۍ ته د نصیر احمد احمدي دا ژمنتیا ښاغلي هېواد ته د حمزه بابا هغه بیت وریادوي چې وايي:

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

دغه بیت ته په اشارې همایون هېواد زیاتوي، "لکه حمزه بابا ویلي چې ده د پښتو غزل ځوان کړی، که څه هم دی یې زوړ کړ، احمدي صاحب همدغسې پښتو داستاني ادب ته کار کړی او دغه ادب یې ځوان کړی او په ټولنه کې یې مینه وال ورته پیدا کړي دي".

لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک هم وايي، چې نصیر احمد احمدي لیکوالۍ ته د ذوق نه بلکې د یوه مسولیت په سترګه کتل.

د اغلې خپلواک په خبره، "ده د هرې کېټګورۍ خلکو ته لیکل کړي دي. د هرې کېټګورۍ خلکو دی لوسته او پرې پوهېدل. ځکه چې ژبه یې ډېره زیاته عام فهمه وه. همېشه یې داسې موضوعات په لیکنو کې راخیستل چې خلکو خپل ورځني ژوند سره ارتباط ورکولای شو. هغه لیکوالۍ ته د ذوق له زاویې نه کتل، جدي یې ګڼل او با مسولیت لیکوال و".

له شمشاد تلویزون سره په یوه مرکه کې نصیر احمد احمدي پخپله ویل چې د لیکلو لپاره سوژې ورسره ډېرې دي، ځکه ډېر لیکل کوي.

ده په اصل کې د افغانستان خبره کوله چې په جګړه ځپلي هېواد کې یې د سوژو کمی نه شته.

ویل یې،‌"یو فرانسوی لیکوال وايي، پر کوم هېواد چې جګړه تېره شي، په هغه ټولنه کې د موضوعاتو کمی نه وي. افغانستان هم همداسې دی. دا داسې یو هېواد دی چې دلته د سوژو کمی نه شته. که یو څوک وغواړي، موضوعات ډېر دي، سوژې ډېرې دي. د لیکلو لپاره په دې وطن کې ډېر څه لرو".

یو خوا سوژې ډېرې وې او بلخوا له ده سره د موضوع موندلو ځيرکتیا او د قلم رواني.

نصیر احمد احمدي پر پښتو داستاني ادبیاتو تر شاوخوا ۲۵ چاپ شوي اثار لورولي دي.

په دوی کې د ماشومانو لپاره د کتابونو تر څنګ پښتو ته له نورو ژبو ځینې راژباړل شوي اثار هم شامل دي خو ډېره برخه چاپ کتابونه یې ناولونه دي چې شمېر یې شپاړسو ته رسېږي.

له ډلې یې رڼا، بغدادی پیر یا ډیوېډجونز، زرو، نیکه، جوجو، بوډا او د لېوانو پلونه، اغزن سیم، بړبوکی، پټان، خونکار او د ده وروستی ناول د غڼې ځاله یادولی شو.

"احمدي صاحب خپل لیکل په حواسو درباندې درک کول"

روانه، ساده او له تلوسې ډکه انځوریزه ژبه د نصیر احمد احمدي د لیکوالۍ مهمه ځانګړنه بلل کېږي.

د پښتو ادب ځينې صاحب نظران یې دا هنر کم ساری بولي.

افغان لیکوال محب الله زغم وايي چې د احمدي مهمه ځانګړنه د هغه تصویري نثر و.

ښاغلی زغم زیاتوي، "نثر یې داسې و لکه فلم چې ګورې. هرڅه یې درباندې لیدل، په ټولو حواسو یې درباندې درک کول. غږونه درباندې اوري، خوند درباندې څکي، ځيږوالی او پوستوالی درباندې لمس کوي، یاني‌ پنځو واړو حواسو ته خطاب کوي".

افغان لیکوال اجمل پسرلی بیا د تصویري جملو تر څنګ د تلوسې پالل هم د احمدي له مهمو ځانګړنو بولي او زیاتوي:

" له لویه سره په داستاني ادب کې د یوه وېش له مخې تلوسه په دوه ډوله ده. یوه عامه او یوه خاصه ده. خاصه تلوسه په تحلیلي کیسو کې ځایېږي، چې هغه ډېر خلک نشي درک کولای، ممکن عنوان پخپله د تلوسې باعث شي، یا لومړۍ جمله. خو عامه تلوسه بیا داسې وي چې عوام او خواص ټول یې درک کولای شي، چې دا پخپله یو امتیاز دی. ده دا مهارت درلود".

طبعي او ساده مکالمې د احمدي د نثر یوه بله ځانګړنه ده چې ښاغلی زغم یې ستايي او په لیکنو کې د کلیوالي اصطلاحاتو او لهجې کارول د پښتو ژبې د غنا لپاره ګټوره چاره بولي.

محب زغم وايي، "د ده بل کمال دا و چې د خپلې لهجې ځینې داسې کلمې، چې په نورو لهجو کې نشته هغه به یې پخپلو کیسو کې کارولې. زه فکر کوم چې دا بهترین کار دی. که دغه کلمه چا اورېدلې هم نه وي خو په داستان کې د قرینې له مخې یې په مانا پوهېږي. نو دا ورو ورو په ژبه کې د کلمو زېرمه زیاتوي".

په ادبیاتو کې مخامخ نصیحت کول عیب ګڼل کېږي خو د ښو لیکوالانو دا هنر زده وي چې څنګه یوه بربنډه خبره په پرده کې وکړي، څنګه زهرو ته د شاتو اوبو ورکړي او څنګه ازغي ته په دوښمنۍ قایل کس ته د پيرمحمد کاروان غوندې ووايي،‌ چې په دې ازغي، په پونده کې تللی بل ازغی هم رایستل کېدای شي.

ښاغلی زغم وايي، د نورو کمالونو تر څنګ د احمدي که یو خوا دغه کمال هم زده و نو بلخوا د ټولنې پر رنځونو بلد و او د هغوی په اړه د پیغام رسولو په چل پوهېده.

د نصیراحمد احمدي یو پخوانی همکار او لیکوال او شاعر نقیب احمد عزیزي وايي چې هغه خپل کار ته "تر هر فنکار ډېر ژمن و" او په خبره یې، خپلو اثارو ته یې د ټولنې د اصلاح د وسیلې په توګه کتل.

پخپله نصیر احمد احمدي هم ویل، "هره لیکنه، که کیسه ده، که ناول، دوه اړخونه باید په پام کې ونیول شي. یو دا چې لوستونکی خوند ترې واخلي، چې لوستلو ته یې هڅوي او بل دا چې پیغام باید ولري. زه چې څه لیکم یو لوی پیغام او څو واړه واړه پیغامونه هم پکې وي. د ټولنې د اصلاح لپاره هم یو څه پکې وي".

د نصیر احمد احمدي ځينې کتابونه او څو خبرې

نصیر احمد احمدي د ناولونو تر څنګ د لنډو کیسو ځینې ټولګې هم لري. (راځئ کیسه ولیکو) یې نویو لیکوالانو ته د کیسه لیکنې چل ورزده کوي. ‏(په فلسفه کې تلپاتې پېښې) او (د معجزې تیګه) یې پښتو ته راژباړل شوي کتابونه دي.‌

بوډا او د لیوانو پلونه یې له لومړنیو ناولونو دی. چې د یوه پلار او زوی پر مینه راڅرخي. پلار یې له زوی هماغسې د ماشومتوب د وخت د مینې چلند غواړي خو زوی یې په ښار کې ښاري رنګ اخیستی او بدل شوی وي.

زرو او رڼا ناولونه یې د مینې کیسې دي.

د یادولو ده چې نصیر احمد احمدي د انځورګرۍ شوق هم پاله او د زرو پښتۍ یې پخپله انځور کړې ده.‌

رنګه غوږونه د جوجو ناول دویمه برخه ده چې د ساینس فېکشن څرکونه پکې دي.

نصیراحمد احمدي په افغانستان کې د تاریخي ناولونو تشه حس کړې وه نو ځکه یې ځینې تاریخي پیښې هم په ناولونو کې ځای کړې دي.

(نیکه) ناول یې د میرویس خان نیکه د تاریخ په اړه دی او (بغدادی پیر) چې وروسته د ځینو حساسیتونو له کبله دی اړ شو چې نوم یې (ډیوېډ جونز) کړي، د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ او د هغه پر ضد د راپورته شوي بغاوت په هکله لیکل شوی دی.‌ (ډیوېډ جونز) دري او اردو ته هم ژباړل شوی دی.

ده به ویل چې ځینې ناولونه یې د ناول په نیت نه بلکې د لنډې کیسې په توګه پیل کړي خو وروسته اوږده شوې او ناول ترې جوړ شوی دی.

خو د تاریخي ناولونو په برخه کې یې بیا له داسې تصادفه ځان ساتلی ځکه چې ویل یې، د خیال تر څنګ مستندو پېښو باندې تمرکز ډېر وي.

احمدي په دې اړه له شمشاد ټلویزون سره په مرکه کې ویل چې، "تاریخي ناولونه ډېر کار او ډېره زیاته مطالعه غواړي. په تاریخي ناولونو کې ډېر احتیاط په کار وي.‌ مهمې او تاریخي پېښې وي چې باید مستندې وي".

(د غڼې ځاله) یې وروستی ناول و. دی د ناروغۍ پر بستر پروت و او دغه ناول یې چاپ ته تللی و، خو د ده تر مړینې وروسته له چاپه راووت.

د نصیر احمد احمدي ډیری ناولونه پر کلیوالي اصطلاحاتو او تصویرونو بسیا دي چې د عامو لوستونکو خوښېږي.

لامل یې ښايي دا وي چې دی د غزني په قره باغ کې زېږېدلی او تر مړینې یې له کلي سره اړیکه ونه شکوله. د نظر خاوندان وايي چې دې رابطې د هغه ژبه پر کلیوالي لهجې او اصطلاحاتو غني کړې وه. اجمل پسرلی یې د نورو مهارتونو تر څنګ دغه هنر د دې سبب بولي چې خلکو ته د ناول لوستنې شوق وراچوي.

ښاغلی پسرلی وايي، "هغه د کلي اصطلاحات، ښاري او کلیوال تصویرونه، دا ټول یې په یو نا یو ډول پخپلو داستانونو کې ځای په ځای کړي دي. دغو ځانګړتیاو ده ته دا امتیاز ورکړی دی چې د ده داستانونه عام خلک خوښ کړي. زما په باور که په راتلونکي کې څوک د ۲۱ پېړۍ د لومړۍ ربعې تاریخ ليکي نو پرته له څه شکه به دې موضوع ته اشاره کوي چې احمدي هغه داستان لیکونکی و چې افغانان یې د داستان په لوستلو اموخته کړل او داستان له لوستلو سره یې اشنا کړل".

همایون هېواد هم وايي چې احمدي پښتانه له هغې "ملامتیا" یو څه راخلاص کړل چې ګواکې نثر ته ډېر پام نه کوي. دی زیاتوي، "یوه خبره یو وخت کېدله چې پښتانه ډېر شاعرۍ ته ورمات دي‌ او د نثر لیکلو ته یې ډېر پام نه دی. خو احمدي ‌صاحب یو له هغو لیکوالانو و چې خلک یې نثر لوستلو او نثر لیکلو ته راوبلل".

"د احمدي‌ صاحب لیکنو سره عاطفي چلند نه دی په کار"

خو له دې هر څه سره سره د نصیر احمد احمدي پر لیکنو یو شمېر نقد کوونکي بیا دې ته د خو ګوته نیسي چې ځينې ناولونه یې د یوه بل دوام ښکاري چې په خبره یې داسې باید نه وای.

ښاغلی عزيزي په همدې باور دی او وايي‌ چې، "که د احمدي صاحب ځينې ناولونه سره کېږدې، د موضوع په لحاظ ډېر سره ورته وو. هر یو ناول یې لکه د بل بله برخه دغسې ښکاري. چې ممکنه ده د تنوع په لحاظ ځینې ګوته ورته ونیسي. خو په جوړښتونو کې یې توپیرونه وو".

دی وايي چې احمدي د لیکوالۍ لپاره ځینې داسې میتودونه کارول چې د نوې داستان لیکنې لپاره زدکړه ترې کېدلی شي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي، "څو چې پښتو ژبه وي، احمدي‌ صاحب نه هېرېږي، خو د هغه له اثارو سره عاطفي چلند نه دی په کار. د ادبیاتو د نقد تقاضا دا ده چې راتلونکې ټولنې ته نور څه ترې ورکړو. د ده له اثارو دغسې څه رایستل کېدای شي چې د نوې داستان لیکنې لپاره تیورۍ کېدلی شي".

"ناولونه یې د ښځو پر ژوند راڅرخېدل"

د ادبیاتو ښځينه مینه والې نصیر احمد احمدي په دې هم ستايي چې د افغان مېرمنو محرومیتونه او دوی ته ورپیښې ستونزې یې ډېرې ښې درک کړې وې او دهغوی له زړه غږېدل یې زده وو.

لیکواله او شاعره مینا نظري یې په اړه وايي، "د احمدي صاحب ناولونه ډېر د ښځو پر ژوند راڅرخېدل. که یوه بله موضوع به هم وه، ده بیا هم ښځو ته پام پکې کړی دی. په کورني ژوند کې د ښځو محرومیتونه یې پکې راخیستي دي.

نتکۍ عیسی یې د ترور لور ده، وايي هغه د ښځو د حقونو کلک طرفداره و او د کلیوالو ښځو په اړه یې ویل چې ډېرې مظلومې دي او زیاتی ورسره کېږي. خو د نتکۍ په خبره، څه یې چې د ښځو د حقونو په اړه ویل، لومړی یې پخپل کور کې عملي کول.

نتکۍ زیاتوي، "کوم احترام چې ده خپلې مېرمنې ته درلود او څنګه یې چې په کتابونو او کیسو کې مینې، محبت او د انسان قدر ته ډېره توجه کوله، همدغسې په اصلي ژوند کې هم و".

یو وروستی فېسبوک مسېج

نصیر احمد احمدي تر لیکوالۍ هاخوا په عام او کاري‌ ژوند کې هم خپل اشنایان ډېر مینه ناک او مهربان بولي. له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د افغانستان لپاره تعلیمي پروژو موسسه کې کار وکړ چې د بي بي سي له څپو خپرونې کوي.‌ لومړی پروډیوسر او وروسته د لویانو لپاره د تعلیمي فیچر خپرونو ایډيټر وټاکل شو چې د ژوند تر پایه پر همدې دنده و.

د دې ادار مشر محمد اصف عمر یې په اړه وايي، "هغه پښتو شعر رایادېږي چې، ما سره مه کېنه، زما به شې، زه داسې یمه. احمدي‌ صاحب واقعاً همداسې و. څوک به چې ورسره کېناستل، نو غوښتل به یې چې بیا ورسره کېني، بیا ورسره کېني. نو همکاران ډېر ورنه خوشاله وو. کله چې وفات شو، په دفتر کې داسې یو حال و لکه د هر چا چې مور او پلار وفات شوي وي".

د دفتر د همکارانو تر منځ یې انور اندړ "قندولک" باله چې تر مړینې نهه ورځې مخکې یې خپل وروستي مسېج کې د هغه د احوال اخیستلو په ځواب کې ورته لیکلي وو:

"اندړه ټول همکاران بخشش راته کوئ. درې ورځې کوما کې وم. وضعیت مې تر اندازې زیات خراب دی. دعا کوئ. دا مې دیارلسمه غټه ډبه اکسیجن دی. وبښئ، ټول مې وبښئ، حتمن مې وبښئ".

دا ښاغلي‌ اندړ ته د نصیر احمد احمدي وروستی مسېج و.

کورونا د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ پر ۱۹ په ۴۷ کلنۍ کې ژوند ترې واخیست او وروسته پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.