تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان لیکوال نصیر احمد احمدي وفات شو
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د داستاني اثارو مشهور افغان لیکوال نصیر احمد احمدي په کابل کې د ۴۷ کالو په عمر وفات شو. نوموړی له نژدې دوو اونیو راهیسې پر کورونا اخته و، او نن یې د کابل په یوه شخصي روغتون کې ساه ورکړه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ولسمشر محمد اشرف غني د نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې. د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي:
''نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ډېر ګټور ناولونه يې وليکل. نوموړي پخپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل، مړينه يې پښتو ادب ته لويه ضايعه ده. ''
نصیر احمد احمدي په داستاني اثارو کې د ځانګړي سبک لیکوال و، چې په خورا لنډه موده کې یې د سړه سیلۍ، مینه، د واورې سړی، بوډا او د لېوانو پلونه، رڼا، زرو، جوجو، نیکه، بغدادي پیر، یوه خبره درته وکم او پټان په ګډون ګڼ شمېر ناولونه، د لنډو کیسو ټولګې، ژباړې، ژوند لیکونه او نور داستاني اثار ولیکل.
د غڼې ځاله د نصیر احمد احمدي وروستی ناول و، چې پر کورونا د نوموړي له اخته کېدو څو ورځې مخکې چاپ شو.
د افغانستان علومو اکاډیمۍ د ښاغلي احمدي پر وفات ژوره خواشیني څرګنده کړې. د علومو اکاډیمۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي:
''ارواښاد نصير احمد احمدي د ملي فکر خاوند و او تر څنګ يې د پښتو داستاني ادبياتو د اوسني پېر نامتو ليکوال و، په پښتو ژبه کې يې په تول پوره لنډې کيسې او ناولونه پنځولي وو، هغه د معاصر داستاني ادب يو سر لاری ليکوال وو، چې مړينه يې د افغان وطن لپاره لويه ضايعه ده. ''
د خواله رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو، لیکوالو او علمي شخصیتونو د ښاغلي احمدي پر مړینه سخته خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي مړینه یې د افغانستان داستاني ادبیاتو لپاره ستره ضایع بللې ده.
لیکوال اکبر کرګر د ښاغلي احمدي پر مړینه وايي:
'' احمدي د مينې، عاطفې له احساس او استغنا ډک انسان و. د نصير احمد احمدي مړینه د پښتو داستان ليکنې بهیر ته نه جبران کېدونکي ضايعه ده. احمدي داستان هستولو، کلېشه يي داستان نه، بلکې د سيمې په کچه داستان او په هغه کي د ملي ارزښتونو، دهېواد د جګړه ځپلي انسان د درد، په خپلواکۍ د مين انسان د احساس انځورګر و. ''
لیکوال، شاعر او سیاستوال عبدالغفور لېوال بي بي سي ته وویل:
''د ارواښاد احمدي ناولونه د ولسونو تر منځ د ملي افکارو راویښولو، ذهنیت جوړونې او د ټولنیز سمون لپاره ښه متون دي. د ارواښاد احمدي اثار د تطبیقي کره کتنې له نظره د سیمې او نړۍ له ناولونو سره سیالي کولای شي. ''
لیکوال ډاکتر نور الحبیب نثار بي بي سي ته وویل:
''احمدي صاحب ډېر ځوان و. ډېر ژر وفات شو. که ژوند ورسره وفا کړې واى، د پښتو ژبې او ادب ځولۍ به يې له ګلاليو کيسو، ناولونو او د شامېړنيو له ژوندليکونو ډکه کړې واى. اوس يې هم په ډېر کم عمر کې ډېر زيات کار وکړ. درېغه چې مرګي نور مهلت ور نه کړ او له دې سره پښتو ژبې او ادب ته ډېر لوى زيان ورواوښت. ''
ښاغلي احمدي د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې لوړې زدکړې کړې وې او څه موده یې د ښوونکي په توګه هم دنده درلوده.
نوموړی له ٢٠٠٣ ميلادي کال راهیسې په کابل کې د بي بي سي تعلیمي څانګه کې د تعلیمي فیچر خپرونو د ایډیټر په توګه دنده درلوده.
نصیر احمد احمدي ته د افغانستان ولسمشرۍ مقام له لوري د غوره لیکوالي لپاره مډال هم ورکړل شوی و.