تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن د افغانستان نوم "د غیر ناټو متحدانو" له لېسته وباسي
د امریکا ولسمشر جو بایډن، د دغه هېواد له کانګرس غوښتي چې افغانستان "له ناټو بهر متحدانو" له لیسته ړنګ کړي.
د ولسمشر بارک اوباما ادارې په ۲۰۱۲ کال افغانستان "له ناټو د بهر اصلي متحدانو" نوملړ ته ورزیات کړی و، چې په دې سره افغانستان او امریکا خپلو پوځي همکاریو ته دوام ورکړ.
اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه لیک کې د امریکا کانګرس د افغانستان د نوم لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د ښاغلي بایډن دې څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون کې ویلي، چې دوی د بایډن ددې پرېکړې په اړه هېڅ اندېښنه نه لري.
ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: "د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د هغې پریکړې په اړه چي ویلي یې دي (د ناټو د غړیتوب نه بغیر د امریکا اصلي متحد) عنوان به له افغانستان څخه بیرته اخلي، موږ کومه اندیښنه نه لرو اونه هم دغه عنوان افغانستان ته کومه ګټه کړې وه".
ښاغلی مجاهد زیاتوي، "تېر شل کاله افغانان تر همدې عنوان لاندې وځورېدل او کومه ښه خاطره نه ورڅخه لري. البته په دیپلوماتیکه او تجارتي ساحه کې موږ غواړو له ټولو هېوادونو سره ښې، مثبتې او د باور وړ اړیکې ولرو."
له ناټو بهر د متحدانو نوملړ کې د افغانستان نوم شاملېدل افغانستان ته ددې توان ورکاوه چې د پوځيانو روزنې، د وسلې او پوځي تجهیزاتو رانیولو لپاره له ناټو او امریکا مرسته وغواړي.
هغه هېوادونه چې له ناټو بهر د متحدانو نوملړ کې دي، د ناټو له تړون بهر متحدانو په توګه د متقابلې دفاع تضمین نه لري، خو ډېر نور امتیازات ورکول کېږي، چې د امریکا د جنګي تجهیزاتو له امبارونو ګټه اخیستنه، د وسلو د پېرلو تړونونه، تجهیزات او د پوځي تجهیزاتو او بنسټونو جوړول پکې شامل دي.
د روان کال لومړیو کې امریکا، قطر او کولمبیا "له ناټو بهر د متحدانو" نوملړ ته اضافه کړل شول.
له تېرو څه باندې لسو میاشتو راهیسې کله چې تېر اګسټ کې طالبان افغانستان کې واک ته ورسېدل، امریکا ځینې بندیزونه پرې ولګول.
که څه هم امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا یوځای کېدو وېره لري، خو پرون د طالبانو مشر مولوي هبت الله خونزاده په اختریز پیغام کې وویل، چې له امریکا او نورې نړۍ سره ښه ډیپلوماتیک، اقتصادي او سټراټیژیک اړیکي غواړي.