تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د جو بایډن بریا سره هم باید د دوحې تړون پر ځای پاتې او عملي شي
افغان طالبانو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جو بایډن بریا ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، هیله لري چې د امریکا د نوي ولسمشر په راتګ سره به هم د دوحې تړون پر ځای پاتې شي او عملي شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له بي بي سي پښتو تلویزیون سره ځانګړې مرکه کې وویل، دوی هیله لري چې واشنګټن کې د نوې ادارې راتګ به د افغانستان پر وضعیت، او د دې هېواد په اړه د امریکا پر سیاست منفي اغېز ونه کړي.
ښاغلي نعیم بي بي سي ته وویل: "په هېوادونو کې داخلي تغییرات راځي. زموږ هیله دا ده چې دا تغییرات زموږ د هېواد په اړه مثبت اغېز ولري او کوم ځانګړی منفي اثر ونه لري".
"د دوحې تړون د دواړو ولسونو په ګټه دی"
له امریکا سره د دوحې تړون ته په اشارې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل، هیله لري چې د امریکا نوی ولسمشر به دې تړون ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي نعیم د بي بي سي خبریالې شازیې حیا سره خبرو کې وویل: "مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې روانې شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. دلته بهرني ځواکونه راغلي وو او شغال یې کړی و. په دې اړه له امریکا سره یو توافق وشو. زموږ هیله دا ده چې دا توافق په همدې شکل دوام ولري، ځکه دا د افغانستان د ولس او د امریکا د ولس په ګټه دی".
ډاکټر نعیم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د دوحې تړون د طالبانو او د امریکا حکومت ترمنځ شوی، او د اشخاصو بدلېدل را بدلېدل باید پرې اغېز ونه کړي.
د بایډن بریا ته د افغان حکومت غبرګون:
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ټوېټر لیکلي، چې امریکا له افغانستان سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه او افغانستان ته د سولې راتلو کې د امریکا مهم ملګری دی.
نوموړي لیکلي: "منتخب ولسمشر جو بایډن او مرستیالې ولسمشرې کماله هرېس ته مبارکي وایم. افغانستان د امریکا له متحدو ایالتونو سره په بېلابېلو کچو د خپلو ستراتیژیکو همکاریو د لا ټینګښت د هڅې د دوام غوښتونکی دی. د ترهګرۍ پرضد مبارزه او افغانستان ته د سولې راتلو کې امریکا زموږ اساسي ملګرې ده."
ټرمپ، طالبان او د خلیلزاد نامالوم برخلیک
ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د روانې جګړې او هلته د امریکا د پوځي شتون پر ختمولو ټینګار کاوه.
د نوموړي په واکمنۍ کې افغان توکمه امریکایي زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو.
د ښاغلي خلیلزاد د هڅو په پایله کې بلاخره امریکا د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره خپلمنځي تړون لاسلیک کړ، چې د دوحې تړون په نامه هم یادېږي.
ولسمشر ټرمپ تل د دې تړون دفاع کوله او ټینګار یې کاوه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره یاد تړون اړین و.
خو په امریکا کې دننه ګڼو سیاستوالو او پوځي مشرانو نه یوازې د دوحې پر تړون نیوکې کولې، بلکې په ټوله کې د طالبانو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ له سیاست او تګلارې سره هم جوړ نه وو.
نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن هم په تېر کې په افغانستان کې د روانې جګړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې امریکایي ځواکونه اصلاً باید په افغانستان کې نه وي.
خو لا څرګنده نه ده چې نوموړی به په جنورۍ میاشت کې رسماً د واک له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د کشالې او طالبانو سره د دوحې تړون په اړه څه تګلاره غوره کوي.
په دې هر څه کې د زلمي خلیلزاد برخلیک هم نامالوم دی، ځکه نوموړی جمهوریت پالو او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ته نژدې کس بلل کېده او مالومه نه ده چې ډیموکرات ولسمشر جو بایډن به یې په اړه څه پرېکړه کوي.