بایډن: د کابل د بریدونو غچ به اخلو؛ د وګړو را ایستلو بهیر به دوام ولري

د امریکا ولسمشر جو بایډن پنجشنبه د کابل پر هوایي ډګر د داعش برید کې وژل شوي دیارلس امريکايي سرتېري اتلان بللي او د غچ اخیستو ژمنه یې کړې ده.

دې برید کې د لسګونو افغانانو په ګډون شاخوا سل تنه وژل شوي او تر یو نیم سلو ډېر ټپیان دي.

د برید مسولیت د اسلامي دولت نومې ډلې داعش خراسان څانګې منلی. دې ډلې یوه ویډیو کې چې پر ټیلیګرام یې خپره شوې ده ویلي، هدف یې امریکایي پوځیان ول.

ولسمشر بایډن له برید څو ساعته وروسته سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وويل، د بريدگرو به لټون وشي او دوى به د خپلې کړنې سزا وويني.

په همدې حال کې د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېنېت مېکنزي ويلي داسې شواهد نشته چې ګواکې طالبانو دې د دغه راز يوه بريد د ترسره کېدو اجازه ورکړې وي.

جنرال مېکنزي چې د ويډيويي اړيکې له لارې يې د امريکا دفاع وزارت کې خبريالانو سره خبرې کولې وويل هوايي ډګر کې له دوو چاودنو وروسته وسله واله نښته هم شوې.

چاودنې مازدیګر مهال د کابل حامد کرزي هوايي ډګر یوې پوځي دروازې ته نژدې شوې دي چې امریکايي پوځیان په کې ولاړ وي او په ابي ګېټ پېژندل کېږي.

دغلته په زرګونو افغان کډوال درېږي، نو ځکه د پېښې پر ګڼ شمېر افغان قربانیانو سربېره امریکایان هم وژل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې دغه برید غندلی چې وایي ملکیان په کې په نښه شوي ول.

"د وګړو د ایستلو بهیر به روان وي"

د امریکا د ولسمشر د وینا پر مهال د حالاتو ډېر څارونکي په تمه ول چې بایډن له افغانستانه د وګړو اېستلو بهیر کې بدلون راولي کنه، خو ده د بهیر پر روان ساتلو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي او د داعش ډلې مشرتابه په نښه کوي.

ښاغلي‌بایډن زیاته کړه:" ترهګر موږ نه شي منع کولای. موږ به دوی پرېنږدو زموږ ماموریت ودروي، موږ به د وګړو اېستلو بهیر ته ادامه ورکړو. ما خپلو قومندانانو امر کړی د داعش ډلې خراسان څانګې ځایونو او مشرتابه په نښه کولو لپاره د عملیاتو پلان جوړ کړي. موږ به په خپل وخت کې په قوت او دقت او په خپله خوښه عمل وکړو. په دې باید پوه شئ چې د داعش ترهګر یې نه شي ګټلی. موږ به امریکایان او خپل افغان متحدین وژغورو. زموږ عملیات به پرمخ ولاړ شي".

د برید د سیمې د امنیت مستقیم مسولیت څوک نه مني. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا سیمه د امریکايي پوځیانو تر کنټرول لاندې ده.

ولسمشر بایډن هم د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې امریکایانو د کابل هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې پر طالبانو ډډه لګولې، وویل: "اصلي شی چې موږ له طالبانو وغوښتل دا و چې تاسې لږ شا ته ولاړ شئ، د دیوال ترمنځ ډېر ځای راکړه، موټرونه چې راځي مه یې دروه، د خلکو تلاشي او داسې نور".

ښاغلي بایډن وویل چې موږ پر طالبانو باور نه لرو، خو څه چې موږ کوو د هغوی په ګټه دي.

له دې سره د ښاغلي بایډن اشاره دې ته وه چې طالبان ځکه څه ستونزه نه جوړوي چې د امریکایانو وتل غواړي او امریکا هم غواړي تر ټاکلي وخت ووځي.