تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او بریتانیا کابل هوايي ډګر ته د ورپېښ امنیتي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ
امریکا او بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې د برید د لوړ ګواښ له امله کابل هوايي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي.دواړ هېوادونو له خپلو هغو وګړو چې لا هم له کابل هوايي ډګره دباندې په انتظار دي، غوښتي چې ژر تر ژره له هغه ځایه ولاړ شي.
په رپوټونو کې ویل شوي چې په هوايي ډګر کې پوځي قوماندانانو لا له وړاندې هلته د هوايي ډګر په دروازو کې بهر ته د تګ لپاره پر ورټولو شویو خلکو د ځانمرګو او یا هاوان بریدونو په اړه اندېښنې ښودلې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم یوه ورځ وړاندې د داعش ډلې له خوا کابل هوايي ډګر ته د ورپېښ خطر په اړه خبرداری ورکړی وو.
بل لور ته له کابله رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي چې طالبانو هوايي ډګر ته ورغلې لارې تړلې دي.
خو له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې طالبانو ژمنه کړې ده چې هغو افغانانو او بهرنیو وګړو ته د اګست له ۳۱ وروسته هم اجازه ورکوي چې غواړي بهر ته ولاړشي. ټاکل شوې شپږ ورځې وروسته ( د اګست پر ۳۱مه) ټول امریکايي ځواکونه د کابل له هوايي ډګر ووځي.
ښاغلي بلېنکن وویل واشنګټن او متحدین یې "مسئولیت لري چې د طالبانو له ژمنیتا ډاډه شي. "
لا هم د کابل هوايي ډګر دباندې او دننه زرګونه کسان بهر ته د تګ لپاره په انتظار دي.
لس ورځې وړاندې طالبانو لاس ته د کابل له لوېدلو راهیسې د بهرنیو هېوادونو له خوا څه باندې ۸۲ زره تنه بهر ته لېږدول شوي دي.
بریتانیا او نور هېوادونه هم لکه د امریکا په څېر د اګست له ۳۱مې نیټې وړاندې د خپلو وګړو او د هغو افغانانو بهر ته د لېږدولو لپاره بیړه کوي چې د دغه هېوادونو وېزې لري.
بریتانیا ویلي د خپلو وګړو بهر ته د لیږد چارې په چټکۍ دوام لري او یوازې پرون چارشنبه شاوخوا ۱۲ زره تنه لېږدول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د دې بهیر د چټکولو خبره کړې ده او ویلي یې دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۹ زره تنه د دوی له خوا په استول شویو الوتکو کې لېږدول شوي دي.
ښاغلي بلېنک واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې "یوازې امریکا کولی شي چې دا ډول یو پیچلی ماموریت تنظم او ترسره کړي"
هغه وویل: " طالبانو په ښکاره او په خصوصي توګه دا ژمنه کړې ده چې د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته بهر ته د امریکايي وګړو، د دریمو هېوادونو د اتباعو او د هغو افغانانو د تګ زمینه برابره کړي چې له خطر سره مخامخ وي. "
د پاتې کسانو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې "نه یوازې د لیږد د روانو بهیر پرمهال هغو کسانو ته بهر ته د تګ او میشتولو لارې چارې برابروي چې غواړي ولاړ شي بلکې له هغه وروسته به هم مرسته وکړي. "
ده په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو احتمالي شمېر تر ۱۵۰۰ یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې امریکا به د دوی په اړه هڅې دوه برابره کړي.
د امریکا او نورو هېوادونو چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپانې ته ویلي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې ( سي آی اې) او پوځ د چورلکو او سرتیرو په مرسته د خپلو وګړو د لیږد لپاره پټ عملیات ترسره کړي دي.
دې ورځپانې زیاته کړې چې دا له خطره ډک عملیات په کابل او له کابله بهر هم ترسره شوي دي. د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې لا هم لس زره کسان په تمه دي چې له کابل هوايي ډګره په امریکايي الوتکو کې بهر ته ولیږدول شي. خو دا وېره هم شته چې هغه زرګونه افغانان چې غواړي بهر ته ولاړ شي ونه شي کولی چې هوايي ډګر ته ځانونه ورسوي.
د بي بي سي خبریالان وايي داسې ښکاري چې ګڼ شمېر کسان شته چې بهر ته د تګ لپاره سندونه لري خو طالبانو یې هوايی ډګر ته د تګ مخه نیولې ده.
خو د امریکا ولسمشر جو پر ټویټر بیان کې ویلي د دې کسانو بهر ته د "خوندي لیږد" لپاره به "ټول هغه څه وکړي چې امکان یې وي. "
بل لور ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنېک راب ټېنګار کړی چې هېواد به یې له پاتې هر ساعت او هرې ورځې نه د هغو بریتانوي وګړو او افغانانو بهر ته د تګ لپاره کار واخلي چې په شرایطو برابر وي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل متحدینو له خوا د اګست میاشتې د یو دېرشمې نېټې د ضرب الاجل د غځولو غوښتنه ونه منله. امریکايي چارواکي وايي که دا ضرب الاجل وغځول شي نو د داعش ډلې له خوا پر هوايي ډګر د بریدونو جدي خطر شته.
د کابل هوايي ډګر د امنیت او بهر ته د لیږد چارې د تنظیم لپاره ۵۸۰۰ امریکايي او زر تنه بریتانوي سرتیري ځای پر ځای شوي دي. ترکیې هم ویلي له افغانستانه یې د خپلو سرتیرو د ویستلو بهیر پیل کړی دی.