هند کابل کې خپل سفارت ته تخنیکي ډله استولې ده؛ طالبانو يې هرکلی کړی

د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې يې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله استولې ده چې هلته "بشري مرستې" همغږې کړي او څارنه یې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا دویم ځل دی چې هند افغانستان ته پلاوی استوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي "د افغانستان له خلکو سره زموږ د پرلپسې ښکېلتیا او د بشري مرستوتو د اغېزمنې همغږۍ او څارنې لپاره د هند یو تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی او هلته زموږ په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی" .

طالبانو د هند د دې ګام هرګلی کړی دی. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر پاڼه لیکلي، "د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي".

د هند له خوا په خپره شوې اعلاميه کې نه دي راغلي چې ديپلوماتان يې استولي دي که څه هم طالبان وايي چې د ديپلوماتانو هرکلی کوي خو د هند د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې يوازې تخنيکي ډله ياده شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له زلزله ځپلو سره د هند د مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر ټوټېر پاڼه ليکلي په الوتکه کې استول شوې مرستې په کابل کې د هند سفارت ټيم سپارلې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هند له افغانانانو سره "تاریخي او تمدني اړیکي لري." د جون په لومړیو کې هم د هند جګپوړي سکرتر "جي پي سنګ" د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ځینو نورو چارواکو سره یې کتلي وو.

د هند په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې په لومړي سفر کې یې امنیتي حالت ارزولی دی او وايي "د افغانستان له خلکو سره به خپلې بشري مرستې او ملګرتیا روانه ساتي."

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم رسمي اړیکي ورسره لري. خو اوس باور دا دی چې هند ورو ورو غواړي په کابل کې د طالبانو له حکومت سره اړيکي ښه کړي او د همدې کار لپاره په یوه میاشت کې دویم پلاوی افغانستان ته استولی.

هند یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په بیارغونه کې یې سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي. د دې ترڅنګ یې تېرو شلو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره تحصلي بورسونه هم افغان محصلانو ته ورکړي دي.

د تېر جهموریت پرمهال د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکي ډېر ښه وو خو پاکستان له دغو اړیکو خوښ نه و. اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، ډیلی اندېښمن دی چې افغانستان کې یې کړې پانګونه ضایع نه شي.

هند له تېر نومبر راهیسې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره د دې هېوادونو له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو او دارو - درملو استولو لپاره خبرې کړې.

په دې لړ کې تر اوسه د هند له لوري افغانستان ته نژدې ۲۰ زره ټنه غنم او نژدې ۱۳ ټنه درمل د مرستې په توګه رسېدلي دي او د چارواکو په وینا د مرستو دا لړۍ روانه ده.

له افغانستان سره په هندي مرستو کې د ژمنیو کالیو او کووېډ ضد واکسینو مرسته هم شامله ده. د یادونې ده، چې په افغانستان کې د هند خوراکي توکو او نورو اړینو توکو مرستې د ملګرو ملتونو، خوراک او روغتیا نړیوال سازمانونو له لارې وېشل کېږي.