د ولسمشر ټرمپ د مېرمنې مجسمه وسوځول شوه

د رپوټونو له مخې د امریکا د خپلواکۍ په ورځ د دغه هېواد د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ لرګینه مجسمه سوځول شوې ده.

دا مجسمه په سلووینیا کې د هغې پلرني ټاټوبي ته نږدې جوړه شوې وه.

امریکايي هنرمن براډ ډاوني- چې د میلانیا ټرمپ د مجسمې سپارښت یې کړی و- وايي، د جولای پر څلورمه دا بوت په نښه شوی دی.

پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی په دې هکله پلټنې پل کړې دي.

سپینې ماڼۍ په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.

د مېرمن ټرمپ دا مجسمه چې له دې سره یې کم ورته والی درلود، د مرکزي سلووینیا په سیونیکا کې په یوه ونه کې جوړه شوې وه.

مجسمه کې میلانیا ټرمپ اوبرنګ ډوله کوټ اغوستی او دا لباس هغې جامې ته ورته دی چې د خپل مېړه د لوړې مراسمو کې یې په تن و.

دا مجسمه چې د ۲۰۱۹ کال جولای کې جوړه شوه، ډول ډول غبرګون ورته وښودل شو.

د دې سیمې ځینې استوګنو ویل دا مجسمه د میلانیا په ځای د سمورفي یوه کرکټر سمورفیټ ته ورته ده.

ښاغلي ډواني له رویټرز سره خبرو کې دا هم ویلي، چې غواړي وپوهېږي چا او ولې دا بوت په نښه کړ.

هغه وایي، هیله من و چې دا مجسمه به امریکا کې د کډوالو او سیاسي حالت په هکله مباحثې ته لار پرانیځي.

مېرمن ټرمپ هغه مهال سلووینیا کې وزېږېده چې دا هېواد د یوګوسلاویا برخه و.

نوموړې په ۱۹۹۰ کلونو کې امریکا ته کډواله شوه.

سلووینیا کې دا مجسمه په داسې مهال په نښه کېږي چې د توکمپالنې ضد مظاهرو ته د ملي غبرګون له امله د امریکا د مشرانو مجسمې له غلامۍ سره په تړاو ارزول کېږي.

د خپلواکۍ ورځې په ګډون وروستیو ویناوو کې ولسمشر ټرمپ د هغو کسانو پر ضد سخت دریځ خپل کړی چې مجسمې خرابوي.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې چې ښاغلی ټرمپ ولسمشر شوی، له سونیکا سره د سیلانیانو لېوالتیا په دې ډېره شوې چې غواړي د مېرمن ټرمپ د تېر ژوند په هکله پلټنې وکړي.

تېر کال اګست کې د سلووینیا پلازمېنې لوبلجانا په ختیځ کې له لرګي د ولسمشر ټرمپ مجسمه جوړه شوه. د اغلې ټرمپ د نقاشۍ په څېر د هغې د مېړه مجسمې هم د خلکو نظرونه سره وېشلي.

دغه مجسمه اته متره یا ۲۶ فوټه لوړه وه او د روان میلادي کال په جنورۍ کې نامالومو کسانو ویجاړه او وسوځوله.