تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له هند نه لومړنۍ الوتکه کابل ته 'ورسېده'
د هند او افغانستان تر منځ د الوتنو پیل لړۍ کې پرون نوي ډیلي ته د خصوصي هوايي شرکت کام ایر تللې الوتکه نن شنبه کابل ته ورسېده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په دې الوتنه کې هغه پنځه اتیا تنه افغانان هم هېواد ته رسېدلي، چې په هند کې ایسار پاتې وو.
نوموړی زیاتوي د ډیلي او کابل تر منځ به د الوتنو دا لړۍ دوام وکړي.
د یادونې ده، چې دا الوتکه پرون جمعه له کابله نوي ډیلي ته تللې وه، چې نن بېرته ستنه شوه.
د ښاغلي بلخي په وینا ډیلي ته د کام ایر دې الوتکې په کابل کې د اندارګاندي روغتون لپاره د هند درملو مرسته هم کابل ته لېږدولې ده.
نوموړي د درملو دې مرستې لپاره د هند مننه کړې.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي، راتلونکي کې به د افغانستان روغتونونو لپاره له هنده طبي تجهیزات هم وارد شي.
د یادونې ده چې له دې مخکې هند له افغانستان سره د ۵۰ زره مټريکه ټنه غنمو مرسته هم اعلان کړې وه چې هغه به د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.
د تېرې نومبر میاشتې په وروستیو کې پاکستاني چارواکو وویل، هند ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه دغه پنځوس زره مېټرک ټنه غنم او درمل د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
ټاکل شوې ده چې دا غنم او درمل به د واګه له پولې راتېر او بیا د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و، دا پرېکړه یې له افغان ولس سره د خواخوږۍ پر بنسټ کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې د هند مرستو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ورسېږي.