"د افغانستان لپاره د هند ٣٦ کارونه"

ډيپلوماټ مجله لیکي هغه ٣٦ کارونه چې هند د افغانستان لپاره کړي دي.

ليکوال د ولسمشر ټرمپ هغو څرگندونو ته اشاره کوي چې ويلي یې و د هند لومړي وزير افغانستان کې د يوه کتابتون د جوړولو خبره ورته په يوه غونډه کې څو ځله ياده کړه، بل دا چې له افغانستان پخواني شوروي اتحاد ته اورپکي تلل او د هند په څېر هېوادونو افغانستان لپاره کافي څه نه دي کړي.

ليکوال وايي دا رښتيا نه دي او دا څرگندونې يو له هغو گڼو تېروتنو او سپکونکو اندونو وې چې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ په وروستيو ويناوو کې مخې ته راغلي.

مطلب کې راغلي چې له ٢٠٠١ م کال راهيسې هند د بنسټونو جوړولو په برخه کې افغانستان کې ډېرې پروژې پلې کړې خو کتابتون په دغو پروژو کې نه و.

ليکوال ځينو مهمو پروژو ته اشاره کوي.

ليکوال د سلما بند او د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړولو ته اشاره کوي چې پکې يو کتابتون هم شته.

د ستورې ماڼۍ، د حبيبيې ليسې، اندرا گاندي روغتون، د اندرا گاندي انسټيټيوت رغونه يادوي او همداراز په کندهار کې د کريکټ لوبغالي جوړولو ته گوته نيسي او ورته گڼې نورې پروژې يادوي.

مجله وايي هند د سړک جوړولو، برېښنا او د تکنالوژۍ په برخه کې هم افغانستان سره مرسته کړې چې په وينا يې هند افغانستان کې پلې کړې دي او په وينا يې ولسمشر ټرمپ ته به په زړه پورې وي چې پرې پوه شي.

مجله وايي داسې نه ده چې هند دا چارې ټولې د خېر ښېگنې د موخو لپاره ترسره کوي بلکې افغانستان کې خپلې ستراتېژيکې گټې هم لري.

افغانستان کې د واک لوبه

اېکسپرېس ټريبيون افغانستان کې "د واک لوبه" په نوم يوه شننه خپره کړې چې وايي پاکستان افغانستان کې د سيالو سيمه ييزو هېوادونو گټې په پام کې نيسي نو له ادې امله د ابوظبۍ له ناستې وروسته شاه محمود قريشي په بېړه ايران، روسيه، قطر او چين ته لاړ ترڅو هغوى ته ډاډ ورکړي د افغانستان په تړاو د پاکستان په دريځ کې بدلون نه دى راغلى.

ورځپاڼه وايي ډېرى پاکستاني چارواکي شخصي ناستو کې دا مني چې پاکستان د افغانستان په تړاو د امريکا پر تله له روسيې، ايران او چين سره د نظر ډېر نژدېوالى لري.

ورځپاڼه وايي خو د افغان سولې په بهير کې د سعودي له ور گډېدو سره پاکستان لپاره سناريو بدله شوه.

سعودي او متحده عربي امارات چې پاکستان سره پراخې مالي مرستې کوي پر دغه هېواد فشار اچوي چې افغان سوله کې د سيمې هېوادونو سره له گډ دريځه تېر شي او عمران خان ظاهرا" اړ برېښي چې د سعودي خبره ومني. ليکوال وايي تهران او مسکو ويره لري چې امريکا به د سعودي او متحده عربي اماراتو پاکستان له لارې طالبان اړ کړي چې افغانستان کې د امريکا دايمي اډې ومني.

چين، ايران او روسيه اندېښنه لري چې افغانستان کې د امريکا دايمي حضور به سيمه بې ثباته کړي.

ورځپاڼه وايي پاکستان له يوه لوري اړ دى چې د سعودي او عربي اماراتو له سخاوته ډک ملاتړ بدل ورکړي او بل لور ته د سيمه ييزو هېوادونو له خوښې پرته د سولې احتمالي پايلې هم بايد پام کې ونيسي.

ورځپاڼه وايي له هيلو سره سره سولې ته تللې لار له خنډونو ډکه برېښي. نه يوازې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې د سولې لپاره ډېرې اړينې دي بلکې بهرني لوبغاړي هم بايد په يوه پاڼه راشي او د واک په دې لوبه کې د هند او پاکستان اړخ هم بايد هېر نشي.

د نارینه وو جامه کې دوه خوندې

گلف نيوز ورځپاڼې د دوو هندي خويندو کيسه راخيستې چې د هلکانو په جامو کې يې کلونه يوه سلماني يا د نايي دوکان چلولى او خپلې عمر خوړلې مور او پلار ته يې نفقه گټلې.

ورځپاڼه وايي اتلس کلنه جيتوتي کوماري او شپاړس کلنه نېها کوماري اړ و چې د اتر پرادېش په يوه ساتنپالې یا محافظه کاره ټولنه کې د خپل پلار د ناييتوب دوکان په خپله وچلوي او دا له هغه وروسته چې پلار يې فلج شو او کورنۍ يې له لوږې سره مخ شوه او څوک يې د مرستې هم نه و.

دوى د الکانو جامې واغوستې خپل ويښتان يې لنډ کړل او خپل کړه وړه يې هم د الکانو په څېر کړه.

دوى اړ وې چې د سړيو وېښتان لنډ کړي او د هغو ږېرې وخرېي.

خو اوس خلک پوه شوي چې دوى نجونې دي او سيمه ييزو چارواکو هم دوى ته د د دغه همت له امله درناوى کړى او وړانديز يې کړى چې جايزه ورکړل شي.